د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان؛ فرصتونه او اقتصادي اغېزې یې
محب الله نظیمي
سریزه
برېښنا د هېوادونو د اقتصادي ودې، صنعتي پرمختګ او ټولنیزې هوساینې له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. په اوسني عصر کې د داسې اقتصاد تصور نه شي کېدای چې د دوامدارې او باوري برېښنا له شتون پرته وده وکړي. فابریکې، کرنیز سکتور، روغتیايي خدمتونه، مخابرات، ښوونه او روزنه او حتی کوچني کاروبارونه ټول د برېښنا له شتون سره مستقیمه اړیکه لري. له همدې امله هغه هېوادونه چې د انرژۍ په برخه کې اوږدمهاله پلانونه جوړوي، د اقتصادي ودې لپاره هم قوي بنسټ برابروي.
افغانستان له کلونو راهیسې د برېښنا له کمښت او پر وارداتي برېښنا له تکیې سره مخ دی. د برېښنا محدود تولید نه یوازې د صنعتي ودې مخه نیولې، بلکې د پانګونې، کارموندنې او کورني تولید پر پراختیا یې هم منفي اغېز کړی دی. په همدې اساس د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان د هېواد د انرژۍ د سکتور لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، ځکه موخه یې د برېښنا تولید زیاتول، د لېږد او وېش شبکو پراخول، له کورنیو سرچینو اغېزناکه ګټه اخیستنه او د انرژۍ د اړتیاوو پوره کول دي.
د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان او د اقتصادي ودې فرصتونه
د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان یوازې د انرژۍ یو تخنیکي پروګرام نه دی، بلکې د هېواد د اقتصادي جوړښت د پیاوړتیا لپاره یوه ستراتیژیکه نقشه ده. په دې پلان کې د اوبو، لمریزې، بادي او حرارتي انرژۍ له سرچینو د اغېزناکې استفادې ترڅنګ د برېښنا د تولید، لېږد او وېش ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د دې پلان تر ټولو مهمه اقتصادي ګټه د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي. پانګه اچوونکي تر هر څه وړاندې د باوري برېښنا موجودیت ارزوي، ځکه د تولیدي فعالیتونو دوام له انرژۍ سره تړاو لري. که برېښنا په دوامداره توګه برابره وي، د تولید لګښت راکمېږي، د فابریکو فعالیت منظم کېږي او د نویو صنعتي واحدونو د جوړېدو زمینه برابریږي.
له بلې خوا، دا پلان د کورني صنعت د پراختیا لپاره هم مهم فرصتونه رامنځته کوي. افغانستان په وروستیو کلونو کې د سیمنټو، درملو، خوراکي موادو او ساختماني توکو د تولید په برخه کې د ځانبسیاینې پر لور ګامونه پورته کړي دي، خو د برېښنا کمښت لا هم د دغو صنعتونو د پراختیا پر وړاندې اساسي خنډ ګڼل کېږي. د انرژۍ د تولید زیاتوالی کولی شي د تولید ظرفیت لوړ، د وارداتو اړتیا کمه او د کورنیو تولیداتو سیالي زیاته کړي.
کرنیز سکتور هم د دې پلان له مهمو ګټه اخیستونکو څخه دی. برقي اوبه خور، د اوبو پمپونه، سړې خونې او د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې ټول دوامدارې برېښنا ته اړتیا لري. د انرژۍ پراختیا به د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو، د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي او د کرنیزو صادراتو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
سربېره پر دې، د پلان د پلي کېدو پر مهال زرګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کېږي. د برېښنا بندونو، سب سټېشنونو، د لېږد لینونو او وېش شبکو جوړول مسلکي او غیر مسلکي کاري ځواک ته اړتیا لري. دا به د بېکارۍ په کمولو او د کورنیو عوایدو په لوړولو کې مرسته وکړي.
د پلان اقتصادي اغېزې او د بریا شرطونه
د برېښنا د پنځه کلن پلان اقتصادي اغېزې یوازې د انرژۍ تر سکتور پورې نه محدودېږي، بلکې د هېواد پر ټولو اقتصادي برخو مثبت اغېز پرېباسي. کله چې د برېښنا تولید زیات شي، د وارداتي برېښنا اړتیا کمیږي او له دې سره له هېواده د بهرنیو اسعارو د وتلو کچه هم راټیټېږي. دا چاره د سوداګریز کسر په کمولو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
د انرژۍ زیاتوالی د خصوصي سکتور باور هم پیاوړی کوي. هغه سوداګر چې مخکې یې د برېښنا د نشتوالي له امله پانګونې ته زړه نه ښه کاوه، اوس کولی شي د تولیدي فابریکو، صنعتي پارکونو او نورو اقتصادي پروژو د جوړولو په اړه ډاډمن تصمیم ونیسي. دا وضعیت د کورنیو پانګونو ترڅنګ د بهرنیو پانګوالو د جذب زمینه هم برابروي.
د برېښنا پراختیا د خدماتي سکتور کیفیت هم لوړوي. روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، مخابراتي شبکې او ډیجیټلي خدمتونه ټول د باوري برېښنا له شتون سره تړلي دي. د خدمتونو کیفیت چې ښه شي، د خلکو د ژوند کچه لوړېږي او اقتصادي فعالیتونه چټکتیا پیدا کوي.
سره له دې، د پلان بریا یوازې د تصویب په کچه نه تضمینېږي. د پروژو پر وخت پلي کېدل، مسلکي مدیریت، شفافه څارنه، د مالي سرچینو اغېزناک مدیریت او د تخنیکي ظرفیت لوړول هغه عوامل دي چې د پلان د عملي بریا لپاره اړین دي. که دغه برخې په سمه توګه مدیریت نه شي، پلان به خپل ټاکلي اهداف ترلاسه نه کړي.
بل مهم شرط له کورنیو انرژۍ سرچینو اعظمي استفاده ده. افغانستان د اوبو، لمر او باد په برخه کې د پام وړ طبیعي ظرفیت لري. که دا سرچینې په علمي او اقتصادي ډول مدیریت شي، هېواد کولی شي په تدریج سره له وارداتي برېښنا څخه خپله تکیه کمه او د انرژۍ په برخه کې ځانبسیاینې ته نږدې شي.
پایله
د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره یو مهم او اساسي سند ګڼل کېږي. دا پلان یوازې د برېښنا د تولید د زیاتوالي موخه نه لري، بلکې د صنعت، کرنې، سوداګرۍ، پانګونې، کارموندنې او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره هم پراخ فرصتونه رامنځته کوي. د انرژۍ د کمښت ستونزې حل کول کولی شي د اقتصادي ودې پر وړاندې ډېر موجود خنډونه لرې کړي او د کورني تولید د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
که د دې پلان ټولې پروژې د ټاکل شوې مودې، لوړ کیفیت او اغېزناک مدیریت له مخې عملي شي، افغانستان به وکولای شي د انرژۍ په برخه کې خپل ظرفیتونه فعال کړي، د اقتصادي ودې بنسټونه پیاوړي کړي او د دوامداره پرمختګ پر لور یو مهم ګام واخلي. ځکه د هر پیاوړي اقتصاد تر شا د انرژۍ یو پیاوړی او باوري سیستم وي او د افغانستان لپاره هم د اقتصادي ځانبسیاینې لاره له همدې ځایه پیلېږي.