د جبل السراج سیمنټو دویمه تولیدي فابریکه
قیس احمد
سریزه:
د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پر مهال په هېواد کې د زېربنايي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه کړې. اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د پانګونې د جذب او خودکفايۍ ته د رسېدو لپاره زېربنايي پروژو ته اولویت ورکړی دی. له دې پروژو یو هم د سیمنټو د نویو تولیدي فابریکو جوړول او د یوشمېر پخوانیو فابریکو د ظرفیت لوړول دي.
له دې جملې یوه هم د جبل السراج د لومړۍ فابریکې ترڅنګ د دویمې فابریکې جوړېدل دي. د جبل السراج سیمنټو د دویمې فابریکې د جوړېدو چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه په پروان ولایت کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او یوشمېر نورو لوړ رتبه مسوولینو په حضور کې پيل شوې.
دلته د دې فابریکې پر اقتصادي ارزښت لنډې خبرې کوو.
د جبل السراج سیمنټو لومړۍ فابریکه
د جبل السراج سینمټو لومړۍ فابریکه په ۱۳۳۷ کال کې د سهامي شرکت په توګه د ۴۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې جوړه شوه. دې فابریکې د سیمنټو تولید د ټولو معیارونو سره سم په ورځني ډول ۱۰۰ ټنه تولید درلود، چې په هېواد کې د زېربنايي پروژو لکه اوبو بندونو، سړکونو، ودانیو، پلونو، پلچکونو او نورو ساختماني برخو کې ترې استفاده کېدله.
دې فابریکې په کور دننه د سیمنټو د اړتیا په پوره کولو کې مهم رول درلود او ترڅنګ یې ځینو ګاونډیو هېوادونو ته صادرات هم درلودل. د دې فابریکې وسایل او ټکنالوژي تر ډېره له چکوسلواکیا، جرمني او روسیې څخه راوړل شوي وو، چې په هېواد کې د بهرني اشغال او جګړو پر مهال ورته ډېر زیان ورسېد.
کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د دې فابریکې بیارغونې او د تولید زیاتوالي ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه. د ملي پراختیا شرکت په هڅو دا فابریکه بیاځلې فعاله شوه، چې اوس په ورځني ډول لسګونه ټنه تولید لري او ډېر هېوادوال پکې پر کار مصروف دي.
د جبل السراج سیمنټو دویمه فابریکه
له وارداتي اقتصاد څخه تولیدي اقتصاد ته د رسېدو لپاره یوه تر ټولو عمده لار د صنعت څرخ په حرکت راوستل دي. د صنعت یوه مهمه برخه بیا خام مواد په پخو اړول او بیا ترې استفاده ده. افغانستان د سیمنټو لپاره خام مواد په ډېره زیاته اندازه لري، خو تولیدي فابریکې بیا موجوده اړتیا تر اوسه نه شي پوره کولی. اسلامي امارت وپتېیله چې د جبل السراج دویمه د سیمنټو تولیدي فابریکه هم جوړه کړي.
د دې فابریکې د بنسټ ډبره څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د لوړو پوړو مسوولینو له لوري کېښودل شوه او عملي چارې یې پيل شوې. دغه فابریکه په لسګونه جریبه ځمکه د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي، چې ورځنی تولید به یې پنځه زره ټنه ته رسېږي.
د دې فابریکې ډېری تخنیکي ماشین الات د ملي پراختیا شرکت له لوري تولیدیږي، چې په یو وخت کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. د دې فابریکې د فعالیت په پيل سره به په هېواد کې د سیمنټو لپاره موجوده تقاضا تر ډېره پوره شي.
د دویمې فابریکې اقتصادي ارزښت
د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ او زېربنايي پروژو ته د ځانګړې پاملرنې په برکت سره ورځ تر بلې په هېواد کې ساختماني کارونه زیاتېږي. د قوش تېپې کانال، د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال اباد دویم لین سړک، د کابل – کندهار لومړی لین سړک، د کابل – غزني دویم لین سړک، د لغمان شاهي کانال، د قادس خوردک او پلتوني بندونه، په ټولو ولایتونو کې د صنعتي فابریکو جوړېدل، په لویو ښارونو کې د استوګنیزو اپارتمانونو او کورونو جوړېدل هغه پروژې دي چې موږ یې د بېلګې په توګه یادولی شو.
په دې ټولو پروژو کې سیمنټو ته اړتیا ده، چې د پروژې په کیفیت او دوام کې د پام وړ رول لوبوي. هغه سیمنټ چې افغانستان ته واردیږي، بیې یې خورا لوړې دي. د وارداتي سیمنټو لپاره هر کال په میلیونونو ډالر له هېواده بهر وځي چې ګټه یې یوازې بهرنیو فابریکو ته رسېږي.
د جبل السراج سیمنټو د دویمې فابریکې د جوړېدو لپاره په میلیونو ډالر پانګونه کېږي. د دې ډول لویو صنعتي فابریکو او پروژو پيل به د کورنیو او بهرنیو پانګوالو باور لا زیات کړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. دا هغوی ته اطمینان ورکوي چې په افغانستان کې د پانګونې چاپېریال خوندي دي. دا به د نورې پانګونې د جذب په برخه کې هم مهم رول ولري.
د دې فابریکې د فعالیت په پیل سره به خام مواد پر پخو بدل او بیا به بازار ته وړاندې شي. دا به د صنعتي دستګاه په پياوړتیا او تجربه کې مهم تاثیر ولري. افغانان به وتوانیږي چې په راتلونکي کې د دې په څېر نورې مهمې فابریکې جوړې کړي. د بشري قوې روزل او د هغه د مهارتونو لوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بلل کېږي.
د دې فابریکې تولید کېدونکي سیمنټ به د سیمنټو په ټولو معیارونو برابر وي. دا به په هېواد کې د زېربنا د کیفیت او پایښت په برخه کې اغېزناک ثابت شي. هغه سیمنټ چې له بهر هېوادونو افغانستان ته راځي، قیمت یې ډېر زیات دی، چې د پروژو پر تطبیق تاثیر کوي. یوشمېر پروژې بیا د مجموعي لګښت د زیاتوالي له امله په خپل ټاکلي وخت نه بشپړېږي. د دې او نورو فابریکو د تولید په پيل سره به د سیمنټو بیې ارزانه او پروژې به په ټاکلو نېټونو بشپړې شي. هېوادوال به د لا زیاتو استوګنیزو اپارتمانونو، کورونو، روغتونونو، ښوونځیو، بندونو، سړکونو، پلونو او فابریکو د جوړېدو توانايي پيدا کړي. دا به د هېواد له اقتصادي پراختیا سره مرسته وکړي.
د سیمنټو د خامو موادو د کان کیندنې، پروسس او بسته بندۍ او بیا یې د انتقال په برخه کې به زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي. په دې سره به د هغوی د ژوند سطحه ښه شي او په بازار کې به د توکو پېر او پلور لا زیات په حرکت راشي.
افغانستان په کلني ډول له ۶ تر ۷ میلیون ټنه سیمنټو ته اړتیا لري. د دې فابریکې ورځنی تولید پنځه زره ټنه او کلنی تولید بیا ۱.۵ میلیون ټنه اټکل شوی چې د کورنۍ اړتیا د پوره کېدو او خودکفایۍ ته د رسېدو په برخه کې به اغېزناک رول ولري.
د سمینټو تولیدي فابریکو لپاره لویه ستونزه د برېښنا برابرول دي. خو له نیکه مرغه اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید او همداراز له بهرنیو هېوادونو د وارداتي برېښنا د زیاتوالي په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي. د برېښنا موجودیت د دې فابریکې د دوامداره فعالیت لپاره مثبته خبره ده. د دې فابریکې ماشینري او تخنیکي وسایل به د قراردادي شرکت له لوري ترمیم او ساتل کېږي.
پایله
د جبل السراج د سیمنټو دویمه تولیدي فابریکه د افغانستان د صنعتي پراختیا او اقتصادي خودکفایۍ په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي. په دې سره به ساختماني کارونه لا زیات شي، زیات شمېر هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي. هېواد به له وارداتي حالت څخه خودکفایۍ او د وخت په تېرېدو سره صادراتي حالت ته بدلون وکړي. د پروژو مجموعي لګښت به راکم او له کیفیت څخه به یې ډاډ ترلاسه شي.
د سمنټو صنعت پياوړي کېدل چې د ترانسپورټ، ماشین جوړونې او انرژۍ سکټورونو سره نږدې تړاو لري، د هغوی د ودې لامل به هم وګرځي. په دې سره به د هېواد اقتصاد وده او پرمختګ وکړي.