د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: ﴿وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا﴾

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي عمومي ادارې محترمو مسؤلینو، قدرمنو وزیر صاحبانو، د بېلا بېلو هېوادونو محترمو سفیرانو، د نړیوالو سازمانو ښاغلو استازو، د مؤسساتو محترمو مسؤلینو، مجاهدینو د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

هیله لرم چې ټول به روغ او جوړ یاست!

خوشاله یم چې نن ورځ د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي نړیوالې ورځې په نمانځغنونډه کې په داسې حال کې ګډون کوم، چې یاده ورځ همدا نن په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او د طبیعي پېښو د مهار او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې د اهمیت په اړه پکې مهم پیغامونه او حل لارې وړاندې کېږي.

قدرمنو حاضرینو؛

له بده مرغه به ووایم چې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځو، چې په تېر کال کې زموږ ګران هېواد د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو لکه زلزلو، موسمي سیلابونو او وچکالیو له امله له سخت ټولنیز او اقتصادي زیان سره مخ سوی دی او د ملي زیربنا د تخریب ترڅنګ یې خلکو ته ډېر زیات ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

له هر څه وړاندې زه له دې ځایه د نړۍ ټولو هغو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان هغو کورنیو ته یو ځل بیا د تسلیت او غم شریکۍ مراتب وړاندې کوم چې د طبیعي پېښو له امله یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي او مالي او اقتصادي زیانونه ورته رسیدلي دي.

محترمو حاضرینو؛

دا ټولې نړۍ ته جوته ده چې افغانستان د شنو خونو د ګازونو په خپرولو کې رول نه لري او په دې توګه موږ د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بله اړخه افغانستان د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د شنو ګازونو له خپرولو څخه په مسلسله توګه متضرر سوی دی؛ دا د نړیوال اقلیمي عدالت له اصولو سره هېڅ سمون نه خوري چې د ستونزې په رامنځته کولو کې لږه ونډه یا هېڅ ونډه ونه لرو، مګر درنې او سختې پایلې یې وزغمو او د نورو له امله د رامنځته سوي تخریب بیه پرې کړو.

زه له دې ځایه نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو ټولو اقلیمي بنسټونو ته پیغام ورکوم، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه باید له هېڅ ډول سیاسي ملاحظاتو سره ونه تړل سي؛ ځکه اقلیمي بدلونونه بلا استثناء ټولو ته ضرر رسوي او د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی او پرته له استثناء ټول هېوادونه ترې متاثره دي. بناً دغه ګډ مسوولیت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

 

په سیمه او نړۍ کې ورځ تر بلې زیاتیدونکي لاعلاجه ناروغۍ لکه سرطان، تنفسي ستونزې او نورې هم د مضرو ګازونو د خپرولو پایله ګڼل کیدی سي، چې له امله یې هر کال ډېر شمېر انسانان مري او یا ورته جدي صحي ستونزې پېدا کېږي. د نړیوالې ټولنې او د صنعتي لویو هېوادونو له لوري د دې وضعیت نه مهارول به په راتلونکې کې بشري ناورین نور هم زیات کړي.

د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو د زیانونو د کمولو په موخه لازمه ده، چې افغانستان نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري؛ دغو مرستو ته عادلانه لاسرسی زموږ حق او عدالت دی. نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د هوا پېژندنې د عصري وسایلو، له پېښو څخه د وړاندې خبرتیا د سیسټمونو، د ژغورنې د پرمختللو تجهیزاتو او د تخنیکي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې عملي او د پام وړ همکاري وکړي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو معیاري ودانیو جوړولو، د اوبو د مهار په برخه کې د معیاري استنادي دیوالونو او د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیاء په برخه کې د پام وړ هڅې کړي دي او دې هڅو ته به په مسلسله توګه دوام ورکوو. ان شا‌ءالله

 

ځای لري چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د عمومي ادارې له رهبرۍ، مرکزي او ولایتي مسؤلینو څخه مننه وکړم، چې د طبیعي پېښو پر مهال یې د هېوادوالو د ژغورلو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي او زیانمن سویو کورنیو ته یې په سمه توګه رسیدګي کړې ده.

له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو او د افغانستان له تجارانو او پانګوالو څخه هم مننه کوم چې د زیانمن سوو کورنیو لاس نیوی یې کړی دی او د سرپناه په جوړولو او د اړتیا وړ توکو په برابرولو کې یې ورسره همکاري کړې ده.

و السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته