د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۲:۲
۱۰۳

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته له رسېدو سره سم زنده جان ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وکتلې او زیانمنو شویو هېوادوالو ته یې تسلیت او د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.  محترم ملا صاحب او مل پلاوي د شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړ او هغوی ته یې د جنت الفردوس، قريبانو ته يې د جميل صبر او زخميانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه او د هرات له شریف ولس سره یې ځان په دغه لویه غمیزه کې شریک وباله.  محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او تر هغو به یې همکاري او لاس‌نیوی وکړي، څو مو چې وران شوي کورونه بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS