د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ګلبهار پلازا رغنیزې پروژې د چارو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۱۵:۷
5U2A1150

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ګلبهار پلازا رغنیزې پروژې د چارو پرانیسته وکړه. په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د ا.ا.ا په راتګ سره بشپړ امنیت تأمین شوی او په هېواد کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې چې د دغه زېربنا پرانیسته یې یوه ښه نمونه ده. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد آبادول، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسوولیت بولي او د دغه موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نورې لویې زېربنايي پروژې په نږدې راتلونکي کې پيل کړي، چې د اوسپنې پټلۍ شبکو په رامنځته کېدو سره به افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه وګرځي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له هېواده بهر ملي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په ټول توان سره د دوی د سر او مال امنیت خوندي کوي، دوی ته یې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. ګلبهار پلازا هستوګنیز او سوداګریز مرکز د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خصوصي سکټور لخوا جوړیږي، چې سلګونه هټۍ او هستوګنیز کورونه پکې شامل دي. په یاده پروژه 70 میلیون ډالره پانګونه کېږي چې په درېیو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS