د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په رسمي سفر ترکیې ته لاړ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوی نن سهشنبې د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۷مه نېټه ترکیې هېواد ته په رسمي سفر ولاړ. ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال به پر ترکي چارواکو سربېره هلته له مېشتو افغان پانګوالو سره د لیدنو ترڅنګ په افغانستان کې پانګونې ته د بلنې په موخه په یو لوی کنفرانس کې هم ګډون وکړي.