د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۳:۴۵
5U2A2630

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب په داسې حال کې چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید هم حضور درلود، په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل؛ د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې الحمدلله اوسمهال په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ښار کې وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی. کابل ښاروالي د امنیت راتلو له برکته د کابل ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به کابل ښاریانو ته ډېر سهولتونه برابر او د ښار ګڼه ګوڼه به ورسره کمه شي. د دغو پنځو پروژو له ډلې یې نن د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې عملاً پيل شوې، چې د یو نیم کال په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک 7.5 کیلومټره اوږدوالی او 30 متره سور لري چې 530 میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم د کابل ښاروالۍ د کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي. د یادولو وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې ترانزیټي لارې سره ونښلول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS