د ورېښمو لار او د افغانستان لپاره یې اقتصادي ګټې

لیکوال: فضل ولي شیراني

افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت په برکت د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د مختلفو مدنیتونو د وصل مرکز پاتې شوی. سلګونه کاله وړاندې لرغونی افغانستان د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ، کرنې، ټولنیزو فعالیتونو او کډوالۍ یو مهم مسیر و، دا مسیر د ورېښمو د لارې په نوم یادېده او افغانستان د دې لارې د تقاطع مرکز و. له همدې امله شاوخوا څلور زره کاله وړاندې هم دغه هېواد په آسیا کې د سترو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي قدرتونو په زړونو کې ځای درلود. د ورېښمو لار د افغانستان له شمالي او مرکزي سیمو او له ګندهارا تر اراکوزیا پورې اړوند سیمو څخه تېرېده او چین یې له اروپایي، اسیاسي او افریقایي هېوادونو سره تاړه. له دې لارې هندي درمل او د چین وریښمین ټوکران لوېدیځو هېوادونو ته صادرېدل. د سوداګرۍ لپاره د دې مهمې ځمکنۍ لارې له امله هغه مهال افغانستان په نړیوالو اقتصادي اړیکو کې مهم رول درلود؛ خو د نړۍ له پرمختګ، د سمندري او هوایي سوداګریزو او ترانزیټو کرښو په جوړېدو سره دا لرغونې سوداګریزه او ترانزیټي لار له پامه وغورځېده. کلونه وروسته پر ۲۰۱۳ز کال کله چې «شي جینپینګ» د چین ولسمشر شو، د نوموړي د لویو اقتصادي پروژو په لړ کې یوه طرحه هم د ورېښمو د لارې د بیا احیا طرحه وه. د ورېښمو لارې دغه طرحه په دوو برخو کې وړاندې شوه، چې یوه یې د اوبو او بله یې د وچې له لارې وه. د دې طرحې پر اساس د وچې لار له چین څخه پیلیږي، له منځنۍ آسیا او ایران څخه په تېرېدو منځني ختیځ او اروپا ته رسېږي. افغانستان په دغه مهمه طرحه کې د «یو کمربند او یوه لار» هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره شریک دی. په دې لیکنه کې د ورېښمو لرغونې لارې پر مخینه، د ورېښمو نوې لارې په برخه کې د افغانستان پر ونډه او د افغانستان لپاره د دې لارې پر اقتصادي ارزښت او ګټو خبرې شوې دي.

د ورېښمو لارې مخینه او موقعیت

لارې او سړکونه د بشري ټولنو او هېوادونو د تړاو او اړیکو له پاره وسیلې دي چې نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې اغیزناکې تمامې شوې دي، بلکې له پېړیو راهیسې یې د تمدونونو، کلتورونو او بېلابېلو تهذیبونو په پېژندلو او لېږد کې هم رغنده رول لوبولی دی. په پخوا زمانو کې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د هغو پایښت تر ډېره بریده د سوداګریزو لارو په پرانیستلو او دې برخې ته د پرمختګ ورکولو تر اغیزې لاندې و، دې برخې هغه مهال له دې امله ډېر ارزښت درلود چې سمندري یا د اوبو لارې نه وې او یا هم چا ترې ګټه نه پورته کوله او بله دا چې دا لارې د ځمکنیو هغو په اندازه خوندي نه وې، نو ځکه خو ځمکو یا په وچه کې غځېدلو لارو زیات اهمیت درلود. همدا لامل و چې یو شمېر لارو نړیوال شهرت خپل او هم یې د لارې پر سر پراته هېوادونه د شهرت لوړو پوړیو ته ورسول، چې د ورېښمو لار یې یوه ښه بېلګه ده. د ورېښمو لار شاوخوا ۱۱۴ کاله له میلاد څخه وړاندې د سوداګرۍ له پاره د یوې ډاډمنې لارې په توګه جوړه شوه، دغه لار ختیځه، لویدیځه او سویلي اسیا، د افریقا شمال له ختیځې اروپا سره نښلوي. دغه لار ۱۷۰۰ کاله د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرۍ یوه مهمه لار وه او تر ۱۴۵۰ز کال پورې ترې ګټه پورته کېده. دا لاره چې د هند او چین څخه پیلېده او بیا له افغانستان څخه تېرېده او تر روم پورې رسیده، د اسیا، اروپا او افریقا لویې وچې یې یو له بل سره نښلولې. د ورېښمو لار ۴۰۰۰ میله یا ۶۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. د دې لارې په اوږدو کې ۹۷۰ کاروان سرایونه وو، چې مسافر به پکې تم کېدل. دا لار چې له هر هېواد نه تېره شوې وه، هغه هېواد اړ و، چې د مسافرو له پاره اسانتیاوې برابرې او کاروان سرایونه ورته ورغوي. دا کاروان سرایونه به په ځینو هېوادونو کې دومره ښکلي، په زړه پوري او په یوه ځانګړي سبک جوړ شوي وو، چی کټ مت به د یوه بادشاه ارام سرای ته ورته وو. په کاروان سرایونو کې به د مسافرو له پاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې وې. د دې لارې په اوږدو کې کوریا، چین، هند، پاکستان، افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکیه، عراق، سوریه او داسي نور هېوادونه پراته دي. له میلاده ۲۰۶ کاله وړاندې به چین د ورېښمو خپل تولیدات له همدې لارې د نړۍ نورو هېوادنو ته استول، چې له امله یې دا لاره د ورېښمو لار په نوم ونومول شوه. د ورېښمو او نورو سوداګریزو توکو ترڅنګ په دې لار بېلابېل لیدلوري، کلتورونه او مذاهب هم له یوې سیمې بلې ته لېږدول شوي دي چې اسلام او بوداییزم یې ښې بیلګې دي. د لرغوني افغانستان په ځانګړي ډول د کوشاني امپراتورۍ پرمهال کابل، کندهار او بلخ هغه درې ستر مرکزونه وو، چې له هغو څخه به د ورېښمو د لارې کاروانونه تېرېدل. له افغانستان څخه په دې لار نه یوازې کرنیز توکي بلکې لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، یوناني بوټي او ځینې نور سوداګریز توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل. دغه راز له هند څخه درمل او له چین څخه ورېښم چې هغه مهال یې د سرو زرو په شان ارزښت درلود، هغه سوداګریز توکي وو چې د افغانستان له لارې به د ورېښمو په لار اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو ته استول کېدل. په عموم کې د ورېښمو لارې، د دې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو په ټولنیز، فکري، عقیدوي او اقتصادي وده کې خورا مهم رول لوبولی دی؛ خو کله چې نړۍ پرمختګ وکړ او سمندري لارې او هوايي کرښې رامنځته شوې، نو بیا د ورېښمو لرغونې لار له پامه وغورځېده او د تاریخ پاڼو ته وسپارل شوه.

د ورېښمو نوې لار

په ۲۰۱۳ز کال کې «شي جینپینګ» داسې مهال د چین ولسمشر شو چې د دې هېواد اقتصادي وده مخ پر ځوړ روانه وه. له دغه وضعیت څخه د چین د ایستلو لپاره شي جینپینګ له ځان سره د لویو اقتصادي پروژو طرحې درلودې او د عملي کولو لپاره یې مهم ګامونه پورته کړل. په دې پروژو کې یوه هم د ورېښمو لارې د بیا احیا یا بیا جوړونې طرحه وه. د دې طرحې پر بنسټ د ورېښمو نوې لار دوه مسیره لري، چې یو یې د اوبو او بل یې د وچې دی. د ورېښمو د نوې لارې د طرحې پر بنسټ په وچه کې د دې لارې مسیر له چین څخه پیلېږي، له منځنۍ اسیا او ایران څخه په تېرېدو منځني ختیځ او اروپا ته رسیږي. دا پروژه چې یو بشپړ او هر اړخیز پروګرام دی، موخه یې د ورېښمو د لرغونې لارې بیا را ژوندي کول او په دې پروژه کې ټول هغه هېوادونه چې دیادې لارې په اوږدو کې پراته دي، دخیلول دي. چین غواړي چې له دې لارې د اسیايي او اروپايي هېوادونو نویو بازارونو ته ځان ورسوي. دغه لار کولای شي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه له سویلي اسیا او ختیځه او لویدیځه اسیا له اروپا سره ونښلوي. یو کمربند او یوه لار چې ځمکنۍ، هوايي او سمندري زیربناوې، د اوسپنې پټلۍ او د انرژۍ د لېږد شبکې په کې شاملې دي، د نړۍ ۶۴ هېوادونه او څلورنیم ميلیارده وګړي سره نښلوي. دا پروژه نه یواځې اقتصادي ګټې لري، بلکې فرهنګي او ټولنیزو اړیکو ته هم وده ورکوي. د ورېښمو د لرغونې لارې د بیارغوونې موخه د سویل ختیځې آسیا، مرکزي آسیا او له اروپايي هېوادونو سره د چین د سوداګرۍ او اړیکو پرمختیا او د زېربناوو د پرمختګ لپاره د چین د کورنۍ پانګې او ظرفیتونو لوړول دي. چین په همدې موخه د 100 میلیارد ډالرو بودیجې په ورکړې په ۲۰۱۴ م کال د اسیا د زیربناوو د پانګونې بانک (Asian Infrastructure Investment Bank -AIIB)  تاسیس کړ. په دې بانک کې د انګلستان، استرالیا او سویلي کوریا په ګډون ۵۶ هېوادونه غړیتوب لري. افغانستان چې د ورېښمو لرغونې لارې یو مهم غړی و، د نوې لارې په طرحه کې د ځایېدو په موخه یې په ۲۰۱۶ز کال کې له چینایي لوري سره د «یو کمربند او یوه لار» هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې پر اساس یې یو ځل بیا د دې تاریخي او مهمې سوداګریزې لارې د زنځیر کړۍ شو. د ورېښمو نوې لارې پروژه چې په سیمه کې د پراخ اقتصادي اتصال لپاره جوړه شوې ده، د افغانستان له پاره ځانګړی ارزښت لري او د دې اړتیا ده چې افغانستان په دې پروژه کې فعال ګډون ولري، څو په سیمه‌ییز او نړیوال اقتصادي بهیر، ترانزیټ او سوداګرۍ کې خپل تاریخي ارزښت بېرته را ژوندی کړي. دا راز یاده پروژه په وچه کې ایسار هېوادونه له سمندر سره نښلولی شي. د دې هېوادونو له ډلې یو هم افغانستان دی چې په وچه کې ایسار دی؛ نو له دې امله اړینه ده چې په داسې سترو او نړیوالو پروژو کې شریک شي، ځکه افغانستان کرنیز تولیدات، لاسي صنایع، کانونه لري او ددې د پلور له پاره هغو لارو ته اړتیا ده چې افغانستان وکولای شي د خپلې خوښې بازارونو ته لار پیدا کړي. د یو کمر بند او یوې لارې پروژه کې په ګډون سره به افغانستان ددې فرصت پیدا کړي چې پر اسیا سربېره اروپا ته هم لار ومومي او خپل محصولات په کم لګښت د دې هېوادونو تر بازارونو ورسوي.

د ورېښمو د لرغونې او نوې لارې اقتصادي ښیګڼې

د ترانزیټ او سوداګرۍ له پاره د لویو لارو، سړکونو، ریل پټلیو، هوايي کرښو او معیاري هوايي ډګرونو جوړول اړین دي. ځکه د دې ترانزیټي او مواصلاتي زیربناوو له رغونې پرته د یوه هېواد ښېرازي او پرمختیا امکان نه لري. د ورېښمو لرغونې لار هم د سوداګرۍ له پاره یوه مهمه لار وه. د ورېښمو لرغونې لار چې سلګونه کاله د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد لار وه، اسیا یې له اروپا او افریقا سره نښلولې وه. د دې لارې په برکت افغانستان هغه مهال اقتصادي وده کړې وه. خپل کرنیز محصولات، لاسي صنایع، قیمتي ډبرې او داسې نور یې د یادو لویو وچو بازارونو ته صادرول او له دې درکه یې له یوه لوري سوداګري او اقتصاد غوړیدلی و او له بل لوري یې په سیاسي لحاظ په نړیواله کچه ځانګړی باور ترلاسه کړی و؛ خو د سمندري او هوايي لارو او ریل پټلیو له رامنځته کېدو سره د ورېښمو لرغونې لار له پامه وغورځېده، چې تر ډېره بریده یې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي حالت ناوړه اغېزه وکړه. کلونه وروسته یو ځل بیا د ورېښمو لارې د بیا احیا لپاره د چینایانو هڅې او په دې برخه کې د عملي کار پیل د دې اقتصادي او سوداګریز مسیر اړوند هېوادونو لپاره یو ښه زیری و. چین دا ځل د ورېښمو لرغونې لارې د بیا احیا طرحه د یو کمربند او یوې لارې په نومولو سره وړاندې کړه. د یو کمربند او یوې لارې دغه لويه پروژه به اسیا، اروپا او افریقا یو ځل بیا سره ونښلوي او د دغو لويو وچو د هېوادونو اقتصاد به وغوړوي او ګټې به یې شریکې کړي. یو کمربند او یوه لاره به د نړۍ او سیمو هېوادونو ترمنځ واټن کم کړي او سوداګر به وکولی شي، چې خپل مالونه په لنډ وخت او کم لګښت سره ولېږدوي. په وچه کې ایسار افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی. یو کمربند او یوه لار د افغانستان له پاره پرمختيايي لارې برابرولی شي او د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره د سیمې پر څلور لارې بدليدلی شي. د یو کمربند او یوې لارې سره به د افغانستان حکومت وکولای شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي، ترڅو په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. له دې سره به افغانستان د اقتصاد یوه نوي پړاو ته ورننوځي. بله دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره خلک یې په زراعت او کرنه بوخت دي، ددې لارې په جوړیدو به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مارکیټ نړیوالو مارکیټونو سره ونښلول شي. دا بیا دوې ګټې لري له یوه لوري به سوداګري پراختیا ومومي او له بل لوري به د افغان بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي. د حکومت له پاره به ددې زمینه برابره شي چې د مالیاتو په اخیستلو سره د افغانستان د حکومت د عوایدو کچه لوړه کړي. دغه راز به د افغانستان لاسي صنایع نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي چې له مخې به یې لاسي صنایع وده وکړي او په راتلونکي کې به دا د عواید یو ستره سرچینه وګرځي.

شته ستونزې او حل لارې

د افغانستان جغرافيايي موقعیت داسې دی چې کولای شي، د اسیا لویې وچې هېوادونه لومړی په خپلو کې او بیا له اروپا او نورو لویو وچو سره ونښلوي. د همدې مهم او ارزښتناک موقعیت له مخې هم پخوا له دې هېواد څخه مهمې سوداګریزې لارې تیرې شوې وې چې ښه بیلګه یې د ورېښمو لرغونې لار ده او هم په اوس کې چې د یو کمربند او یوې لارې پروژه چې موخه یې د ورېښمو لرغونې لارې بېرته راژوندي کول دي، له افغانستان څخه تیرېږي. هغه مهال د چین او هند په ګډون د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو په خپل وار سره ددې لرغونې لارې د امنیت ټینګښت ته پوره پاملرنه کړې وه او هم یې په دې لاره د تېرېدونکو کاروانونو له پاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې وې؛ خو د یو کمربند او یوې لارې طرحه چې په اوسمهال کې عملي کېږي ځینې ستونزې یې پر وړاندې پرتې دي چې د دې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه یې باید د حل له پاره هڅه وکړي. سره له دې چې د ورېښمو لارې نوې طرحه د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې وړاندې شوې ده. له هغه مهال راهیسې د دې لارې د جوړېدو له پاره په یو شمېر هېوادونو کې عملاً زیربناوې مخ په رغېدو دي؛ خو په افغانستان کې د ځینو ستونزو له امله د دې زیربناوو د رغولو لپاره عملي کار نه دی پیل شوی، دا ستونزې په لاندې توګه بیانولی شو:

۱- له اسلامي امارت وړاندې حکومتونو کې د پراخ فساد موجودیت؛

۲- بهرنۍ مداخلې، نا امني او د سم اقتصادي میکانیزم نشتوالی؛

۳- د زیربناوو نشتوالی؛

۴- د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د سترو قدرتونو ترمنځ سیالۍ؛

۵- بیروکراسي.

په اوسمهال کې له یادو ستونزو څخه یې زیاتره هوارې او د ځینو د هواري له پاره کار روان دی. کله چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې اسلامي امارت واک ته ورسېد، نو لومړی کار یې چې وکړ، هغه د یو مرکزي او قوي حکومت رامنځته کول و. اسلامي امارت په هېواد کې سل په سلو کې امنیت ټینګ او له هېواده یې د څلویښت کلنې جګړې ټغر ټول کړ. اسلامي امارت ته په کار ده د اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو سره هڅه وکړي چې د اقتصاد له پاره میکانیزم جوړ او پرمټ یې د افغانستان لوېدلی اقتصاد بېرته په پښو ودروي. د زیربناوو په برخه کې هم اسلامي امارت ته په کار ده، هغه زیربناوې ورغوي چې کولای شي، د یو کمر بند او یوې لارې پروژې د عملي کېدو په برخه کې اغېزناکې واقع شي. دا چې د سیمې او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ سیالي روانه ده، اسلامي امارت امارت باید خپل بهرنی سیاست داسې تنظیم کړي چې له ټولو سره په متوازن ډول اړیکې ولري، نه د چا په کورنیو چارو کې لاسونه وکړي او نه چاته د دې اجازه ورکړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې جرائت وکړي. اسلامي امارت ته په کار ده چې د بیروکراسۍ په مخنیوي کې رغنده ګامونه پورته کړي، د سوداګریزو پروسو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او هڅه وکړي چې برېښنايي حکومتولي دود کړي. د دې ډول حکومتولۍ په رامنځته کېدو سره به هم د بیروکراسۍ مخه ونیول شي او هم به پروسې اسانه او ګړندۍ شي. که چېرې دا ټول ټکي په پام کې ونیول شي او عملي بڼه خپله کړي؛ نو له شک پرته چې افغانستان به د یو کمربند او یوې لارې په څېر د نړیوالو پروژو برخه وګرځي او پرمختګ به یې حتمي شي.

پایله

افغانستان ځانګړی جغرافیايي موقعیت لري. دغه هېواد د سیمې د درېیو اقتصادي، کلتوري او جیوپولتیکو حوزو په منځ کې پروت دی. په سویل او ختیځ کې سویلي اسیا، په شمال کې مرکزي اسیا او لویدیځ کې یې ایران دی. له همدې امله افغانستان دا درې واړه حوزې یو له بل سره تړلې دي. له دې سیمو یا حوزو څخه مرکزي اسیا او سویلي اسیا کولای شي د یو بل له پاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړي. د افغانستان په شمال کې د ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان و قرغیزستان په شان هېوادونه پراته دي چې د ګاز، برېښنا، تیلو او نورو اومه توکو پرېمانه زېرمې لري. باالمقابل په سویل او ختیځ کې بیا دوه نور هېوادونه لکه پاکستان او هند دي، چې دې توکو ته سخته اړتیا لري؛ خو د ډاډمنو ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نشتوالي له امله لا هم پر دې نه دي توانیدلي چې له یو بل سره په بشپړ ډول سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي. که چېرې مواصلاتي لارې په تېره بیا د ورېښمو لار چې له اوس څخه سلګونه کاله وړاندې ترې ګټه پورته کېده، بېرته ورغول شي، نو دا ستونزه به حل شي. د چین ولسمشر شي جینپینګ له لوري د یو کمر بند او یوې لارې طرحې وړاندې کول، د دې لارې په مسیر کې د پرتو هېوادونو لپاره یو ښه خبر و، چې له امله یې دغو هېوادونو هم تود هرکلی وکړ. د یو کمربند او یوې لارې پروژه چې هماغه د ورېښمو لرغونې لار ده، لګښت یې مېلیاردونو ډالرو ته رسېږي. دغه لار کولای شي هغه هېوادونه چې اوبو ته لار نه لري، له اوبو سره ونښلوي. د دې هېوادونو له ډلې یو هم افغانستان دی چې په وچه کې ایسار دی؛ نو له دې امله اړینه ده چې په داسې سترو او نړیوالو پروژو کې شریک شي، ځکه افغانستان کرنیزو تولیداتو په ګډون پراخې طبیعي زېرمې او لاسي صنایع لري او د دغو توکو د پلور له پاره هغو لارو ته اړتیا ده چې افغانستان وکولای شي د خپلې خوښې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي. کله چې افغانستان نویو مارکیټونو او بازارونو ته لار پیدا کړي؛ نو بیا به هم په اقتصادي ډګر او هم په سوداګریز ډګر کې پوره وځلېږي. سوداګري به پراختیا ومومي او پر مټ به یې اقتصاد په بشپړ ډول وده وکړي.