ملا عبدالغني برادر اخوند د خصوصي سکتور او صنعتکارانو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 14مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه شنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د خصوصي سکتور او صنعتکارانو لخوا له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه. په دغه نندارتون کې شاوخوا ۷۰ داخلي صنعت خونو او خصوصي سکتور خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل، چې پر ۷۰ قلمه بېلابېلو درملو، خوراکي توکو، وطني قالینو، بوټو، رنګ، پلاستیکي پآیپونو، بیټریو او د اوسپنې ویلې کولو او پروسس سربېره پکې ډېر نور توکي هم نندارې ته وړاندې شول.

د افغانستان د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین زاده وویل، اوسمهال افغانستان نږدې د ۶۰ بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې پر ځان بسیا دی او په نږدې راتلونکي کې به د دغو توکو صادرات هم ولري. کمین زاده د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، له دې مخکې افغانستان ډېری خوراکي توکي لکه مستې، پنیر، بیسکویت، مکروني، وریجې، لوبیا، مۍ او ځینې نور له ګاونډیو هیوادونو واردول، چې اوس له نېکه مرغه د یادو توکو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا دی.

د کمین زاده په خبره، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د دغو توکو په برخه کې د سیمې هیوادونو ته خپل صادرات ولري، چې دا د هیواد پر اقتصاد مثبت اغېز کوي. کمین زاده د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې اوسمهال نږدې یو زر او ۱۰۰ فابریکې فعالیت کوي، چې د هیواد پر اقتصادي پياوړتیا سربېره یې په هیواد کې دننه زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د نوموړي په خبره: «زموږ د تخار د قالینو په فابریکه کې په سلګونو کسان پر کار اخته دي، چې له دې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي

د صنعتي خونو مسوولینو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې که د افغانستان داخلي تولیداتو ته په هیواد کې دننه او له هیواد بهر ښه بازارموندنه وشي، لرې نه ده چې په ټوله نړۍ کې به ښې لاسته راوړنې ولري. هغوی زیاته کړه، د افغانستان قالیني تېر څو کلونه سر په سر د نړۍ په سطحه لومړی مقام ګټلی دی، چې دا دوی د کار او کیفیت ښوودنه کوي.

 

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په افغانستان کې د خصوصي سکتور او صنعتکارانو تولیدات وستایل او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د داخلي تولیداتو لپاره پر کور دننه سربېره، له هیواده بهر هم ښه بازارموندنه وکړي. ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر مهال وویل، د یو هیواد د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم فکټور خصوصي سکتور دی، چې کولی شي هم په ارزان قېمت هیوادوالو ته محصولات وړاندې کړي او هم په کور دننه ډېرو هیوادوالو ته د کار زمینه برابر کړي.

د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین زاده وویل، که چېرې د افغانستان اسلامي امارت دوی ته څلورویشت ساعته برېښنا برابره کړي، امنیت یې خوندي کړي او بهر هیوادونو ته یې پر صادراتو تعرفه یوڅه راکمه کړي، د دوی تولیدات څو برابر نور هم ورسره زیات شي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، ډېری وخت د دوی محصولات د سیمې هیوادونو او بیا په ځانګړې توګه د پاکستان لخوا قاچاق کېږي او بیا نورې نړۍ ته د هغوی په نوم وړاندې کېږي، چې دې کار د دوی پر کاروبار بد اغېز کړی دی.

کمین زاده د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل څو یې یادو ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي او پرې نږدې چې نور د دوی محصولات د سیمې هیوادونو په نوم نورې نړۍ ته وړاندې شي.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د خصوصي سکتور او صنعتکارانو ټولنې استازو ته د هر ډول ستونزو د حل ډاډ ورکړ او اړوندو ارګانونو ته یې د حل سپارښتنې وکړې.

ښاغلي برادر له ټولو افغانانو وغوښتل چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای باید له خپلو داخلي هغو استفاده وکړي، چې په دې سره هم د هیواد اقتصاد ښه کېدلی شي او هم ډېری هیوادوالو ته کار زمینه برابرېدلی شي.