د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۹
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکې کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د تخنیکې کمېټې دې غونډې ته په هېواد کې د اوبو او برېښنا بندونو د ساتنې او څارنې، د ټاپ پروژې اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او چالک کمپنۍ ترمنځ د برېښنا د پېر تړون، د ټاپ پروژې د نورو پړاونو او همدا راز د بدخشان برېښنا انرژۍ ریاست تر عنوان لاندې د دوهم اداري واحد د رامنځته کولو موضوعات وړاندې شوي وو.

له مفصل بحث وروسته د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو څخه جوړو شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د یادو موضوعاتو هراړخیزې تخنیکي ارزونې ترسره او خپل راپور د اقتصادي کمېسیون له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS