د ا.ا.ا د تېرو درېیو کلونو پر مهال د نورو سکټورونو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري

پشتو

د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس د پرمختګ په حال کې دی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې نه یوازې باثباته پاتې شوې بلکې د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی، بانکي سیسټم له پاشل کېدو ژغورل شوی، په مختلفو سکټورونو کې لویې بنسټیزې پروژې پیل شوې، د صادراتو کچه د اسلامي امارت په راتګ سره دوه برابره زیاته شوې، سوداګرۍ پرمختګ کړی، د لویو، متوسطو او کوچنیو کانونو د استخراچ او پروسس چارې روانې دي، د لومړنیو خوراکي توکو بیې ټيټې شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د حکومتي تشکیلاتو د زیاتوالي سربېره په کانونو او عامه المنفعه پروژو کې سلګونو زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي، د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې، د ملي عوایدو په اندازه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، ملي بودیجه له کورنیو عوایدو تمویل شوې، د لویو لارو بیارغونې سربېره د ترانزيټ په برخه کې هم ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.

اسلامي امارت د کانونو، برېښنا، کرنې، ترانسپورت، مخابراتو او ټېکنالوژۍ، صنعت، بانکوالۍ او د سوداګرۍ په سکټورونو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې ده. اوس‌مهال لسګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو په مختلفو سکټورونو کې عملآ پانګونې کړې او لسګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو هم د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.

د تېرو درېیو کلونو پر مهال د اسلامي امارت له لوري په لاندې سکټورونو کې اساسي کارونه ترسره او دې برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي

-1 د کانونو سکټور

د لومړنیو سروې‌ګانو پر اساس افغانستان د شاوخوا درې ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري. اسلامي امارت د کانونو په سکټور کې پانګونه، په مسلکي ډول د کانونو استخراج او پروسس په خپلو لومړیتوبونو کې نیولي دي. له تېرو درېیو کلونو راهیسې د شاوخوا ۲۰۰ بېلا بېلو کانونو د استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي او د لسګونو نورو جیو فزیکي مطالعات بشپړ شوي او د عملي چارو پر پیل یې کار روان دی:

  • د آمو نفتي حوزه؛
  • مس عینک کان؛
  • د هرات د غوریانو د اوسپنې کان څلور بلاکونه؛
  • د غور د تولک د سرپو کان؛
  • د تخار د سمتي سرو زرو کان؛
  • د پنجشیر د زمردو کانونه؛
  • د لوګر کرومایټو کان؛
  • د غزني زرکشانو سرو زرو کان؛
  • د وردګو د ګچ کان؛
  • د سمنګانو د دره صوف ډبرو سکرو کان؛
  • په سرپل کې د بلخاب ډبرو سکرو کان؛
  • د مالګې استخراج او پروسس؛
  • د بامیانو ډبرو سکرو کان؛
  • د ننګرهار د قېمتي ډبرو کان؛
  • د جوزجان د ګازو زېرمې؛
  • د کندهار، هرات او جبل السراج سېمنټو فابرېکې

او پر دې سربېر په بېلا بېلو ولایتونو کې د مختلفو نورو کانونو استخراج او پروسس پیل شوی دی.

همدارنګه په لسګونو لویو، متوسطو او کوچنیو کانونو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره فرصتونه برابر شوي د بېلګې په ډول:

  1. د بامیانو د حاجي‌ګک اوسپنې کان؛
  2. د کټواز او هلمند نفتي حوزې؛
  3. د هرات نفتي حوزه؛
  4. د تخار د دشت‌قلعه سرو زرو کان؛
  5. د هرات شیدا مسو کان؛
  6. او د سرپل د بلخاب مسو کان یادولی شو

-2 د برېښنا سکټور

افغانستان د څه باندې ۳۰۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. له دې جملې ۲۲۲زره میګاواټه یې لمریزه، ۶۶ زره میګاواټه یې بادي، ۲۳زره میګاواټه یې د آبي او ۴زره میګاواټه یې بایو گاز/بیوماس برېښنا ده.

افغانستان هغه هېواد دی چې د برېښنا تولید لپاره پرېمانه طبیعې سرچینې لري خو د اشغال او جګړو له امله یې پر کلیوالي سیمو سربېره ښارونه هم په بشپړ ډول برېښنا ته لاسرسی نلري، اسلامي امارت دغه سکټور په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی چې د کورنۍ پانګونې سربېره یې بهرنۍ پانګونې ته هم زمینه برابره کړې چې د تېرو درېیو کلونو په جریان کې یې سلګونه مېګاواټه آبي او لمریزه برېښنا تولید کړې ده.

په دغه سکټور کې د اسلامي امارت په راتګ بشپړې شوې او تر کار لاندې پروژې په لاندې ډول دي:

  1. د کجکې د دوهم فاز بشپړېدل؛
  2. په نېږدې راتلونکي کې د کمال خان بند د پاتې چارو تکمیلېدل؛
  3. د بخش آباد بند عملي چارو پیلېدل؛
  4. شاه و عروس بند د پاتې چارو پیلېدل؛
  5. د پاشدان بند پاتې چارو پیلول؛
  6. د هېواد له شمال څخه جنوب ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد چارو پيلېدل؛
  7. له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي چارو تکمیلېدل؛
  8. په کونړ کې د مناګي بند، چک وردګ بند او په زابل کې د توري بند د چارو پیلېدل؛
  9. په نېږدې راتلونکي کې د کاسا زر پروژې د عملي چارو پیل؛
  10. د کابل په شمول په ډېری ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې؛
  11. په مختلفو ولایتونو کې د سب‌سټېشنونو جوړول او بیارغونه؛
  12. او له ترکمنستان څخه هرات ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځول.

د اسلامي امارت له لوري له اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي:

  • د ګمبیري د اوبو لګونې او برېښنا پروژه؛
  • د سروبي ۲ بند؛
  • د باغدرې بند؛
  • د شاه توت بند؛
  • د دهلې د څښاک اوبو رسونې، اوبو لګونې او برېښنا تولید پروژه؛
  • او د کابل – پنجشیر د څښاک اوبو پروژې د بېلګې په ډول یادولی شو.

په لاندې ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې فرصتونه شته:

  • لغمان، غور، نیمروز، پکتیکا، خوست، فراه، دایکندي او یو شمېر نور ولایتونه

د بادي برېښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه شته:

  • د مزار شریف، پروان، هرات او نورو ولایتونو کې د بادي برېښنا پروژې؛

-3 د کرنې سکټور

زراعت د هېواد په اقتصادي ثبات کې رغنده رول لري او د اقتصادي ودې یو له مهمو فکټورونو څخه ګڼل کیږي. همدا لامل دی چې کرنه د هېواد د کورنیو تولیداتو د ټولیز ارزښت درېیمه برخه جوړوي. د هېواد ډېری برخه کاري ځواک په کرنه بوخت او خپل عاید له دې سکټور څخه ترلاسه کوي. د هېواد زیاتره صادراتي اقلام کرنیز محصولات جوړوي، چې د تېرو درېیو کلونو پرمهال د ترسره شویو صادراتو زیاته برخه کرنیزو محصولاتو جوړوله. اسلامي امارت د تېرو درېیو کلونو په جریان کې هڅه کړې چې د مؤثرو او د وخت ضرورت پر اساس جوړ شویو پلانونو په پلي کېدو سره د کرنې سکټور میکانیزه کړي، چې په پایله کې په ښه کیفیت او ډېر کمیت سره کرنیز توکي تولید، هېوادوالو ته د کار زمینه برابره، تر یوې اندازې کورنۍ اړتیاوې پوره او د صادراتو کچه ورسره لوړه شوې.

همداراز د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د تېر یو کال راهیسې د افغان متخصصینو په مرسته عملآ د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار روان کړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له منظورۍ وروسته به عملي او په وسیله به یې وتوانېږو د افغانستان زراعت میکانیزه او هېواد به د صنعتي کېدو په لور سوق کړي.

همداراز د تېرو درېیو کلونو په جریان کې په هېواد کې د کرنې په سکټور کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له پاره خوندي چاپېریال برابر شوی او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي، د اوبو مدیریت لپاره هم عملآ کار پیل شوی، چې ښه مثال یې  د قوش‌تېپې کانال، کمال خان، پاشدان، شا و عروس، بخش آباد بندونه، د آمو سیند د څنډو تحکیماتي پروژې د بېلګې په ډول یادولی شو. 

د اسلامي امارت په راتګ سره د کرنې په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. د میوو د پروسس مرکزونه؛
  1. د کرنیزو محصولاتو لپاره سړې خونې؛
  2. شنې خونې؛
  3. د اوبو لګولو سیستمونه؛
  4. د ننګرهار کانال د اوبو لګولو او د زېربناوو د بیارغونې پروګرام؛
  5. او د امو سیند پنځمه حوزه د بېلګې په ډول یادول شو.

-4 د ترانسپورټ سکټور

د ترانسپورټ په سکټور کې هم عملآ د لویو لارو د بیارغونې کارونه پیل شوي لکه کابل – کندهار سړک، سالنګونه، واخان دهلېز، هرات - غور سړک، کندهار - ارزګان سړک، د کابل په ګډون د لومړۍ درجې ولایتونو د لسګونو سړکونو بیارغونه او د دوهمې درجې ځینو ولایتونو سړکونه او د ولایتونو له مرکزونو څخه لرې پرتو ولسوالیو  ته د سړکونو غځول او د رېل پټلۍ له لارې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د هېواد نښلولو چارې هم په چټکۍ سره دوام لري. له دې پروژو څخه یوه د افغان – ټرانس پروژه ده چې په پلي کېدو سره به یې د سویلي او منځنۍ اسیا پر وصل سربېره د چین او اروپا ترمنځ د ترانزیټ تر ټولو لنډ دهلېز رامنځته کېدو له پاره زمینه برابره شي همدارنګه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې باندې هم عملآ کار جریان لري.

همدارنګه د اسلامي امارت له لوري د ترانسپورټ سکټور اړوند په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي دي:

  1. د اندخوی-شبرغان، د تورغونډۍ- هرات، د کندهار- سپین بولدک، د هرات، فراه او د لارام ریل پټلۍ؛
  2. د کابل ښار حلقوي سړک؛
  3. او په لویو لارو کې د ترمینلونو جوړول د بېلګې په ډول یادولی شو.

-5 د مخابراتو سکټور

اسلامي امارت د تېرو درېیو کلونو په موده کې د مخابراتو په سکټور کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري چې د هغې جملې څخه په ټول هېواد کې د سلګونو مخابراتي پایو نصب، لرې پرتو سیمو ته د انټرنتي شبکې پراختیا او دېته ورته نورو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

همدارنګه د مخابراتو سکټور په لاندې برخو کې د کورنۍ او بهرنۍ  پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. ټولو ولایتونو ته د نوري فایبر ملي شبکې پراختیا؛
  2. د عوایدو د شفافیت د تضمین په موخه د RTDMS سیسټم رامنځته کول؛
  3. او د خاص کوډ له لارې له امارت سره د موبایلونو ثبتېدل د بېلګې په ډول یادولی شو.

-6د صنعت سکټور

د تېرو درېیو کلونو په موده کې د نورو برخو ترڅنګ د صنعت سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. اسلامي امارت په هېواد کې خصوصي پانګونه او خصوصي تشبثات هڅولي، ملاتړ یې کړی او خونديتوب یې تضمین کړی دی. افغانستان اوس‌مهال کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او یو شمېر نورو برخو کې چې شمېر یې ۲۴ ته رسیږي تولیدات لري.

د افغانستان صنعت په سکټور کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او کورني او بهرني پانګوال کولای شي، په دغه ذکرو شویو برخو کې عملآ پانګونه وکړي، چې عبارت دي له: کیمیاوي صنایع، ساختماني توکي، د ماشین جوړولو او فلزاتو صنایع، د درمل جوړولو صنایع، د چاپ صنعت، ترکاڼي او کاغذ جوړولو صنایع، سپک صنایع، د خوراکي موادو صنایع او نور بېلابېل صنایعو څخه.

-7 بانکي سکټور

د تېرو درېیو کلونو به موده کې د اسلامي امارت له لوري د بانکوالۍ په برخه کې هم  د نورو برخو په څېر کارونه ترسره شوي دي چې دلته یې ځینې د بېلګې په ډول ذکر کوو:

  1. د هېواد لرې پرتو سیمو ته د بانکي خدمتونو رسول؛
  2. د بانکي سکټور په کړنو کې ښه والی؛
  3. په ټول هېواد کې په افغانیو راکړه ورکړه او د بهرنیو اسعارو بندېدل؛
  4. د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل؛
  5. د افغاني بانکنوټونو چاپول، بازار ته يې وړاندې کول او په بدل کې یې له بازار څخه د افغانیو زاړه بانکنوټونه راټولول او سوځول؛
  6. د اسلامی بانکوالۍ دودول؛
  7. د پخوانیو تضمیناتو، طلباتو او تامیناتو ورکړه؛
  8. د اداینو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو پراختیا؛
  9. انفلاسیون مطلوبې کچې ته راټیټول؛
  10. د مشتریانو پر امانتونو د محدودیتونو تدریجي کمېدل؛
  11. په خصوصي بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزې حل کېدل؛
  12. د صعب الحصول پورونو کمېسیون فعالېدل؛
  13. د کوچنیو پورونو د نهادونو لپاره د افغانستان بانک لخوا د مقررې جوړېدل؛
  14. مالي قضیو ته په محاکمو کې لومړیتوب ورکول؛
  15. د بانکونو تقویې په موخه د امارتي کارکوونکو د معاشونو حسابونه پر بانکونو وېشل؛
  16. او د بانکونو له لارې د عوایدو راټولول.

اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او ترویج په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې بې شمېره فرصتونه برابر کړي دي او له دوی غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

-8د سوداګرۍ سکټور

د تېرو درېیو کلونو پرمهال د اسلامي امارت هڅو په پایله کې د هېواد سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. اسلامي امارت په دې برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې ځینې یې د نمونې په ډول لاندې ذکر کوو:

  1. له بدیلو سوداګریزو لار استفاده؛
  2. د صنعتي پارکونو پراختیا؛
  3. د سوداګرۍ خونو جوړول؛
  4. په خامو موادو د تعرفې کمول؛
  5. د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول؛
  6. د مالیاتې جریمو معافېدل؛
  7. په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول؛
  8. د هوایي دهلېزونو پرانیستل؛
  9. معیاري ترانسپورت په برخه کې د لویو لارو بیارغونه؛
  10. د توکو کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل؛
  11. د ګمرکونو عصري کول او په کې د برېښنایي خدمتونو وړاندې کول؛
  12. په ترانزیټ کې د آسانتیاوو رامنځته کول؛
  13. رېل پټلۍ شبکو پراختیا او بیارغونه؛
  14. او په سرحدونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو سوداګریزو بازارونو جوړول.

اوسمهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته صادرات په عادي ډول دوام لري. د دغه صادراتو ډېری برخه د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کېږي.

د هېواد صادرات د ایران، پاکستان، هندوستان، چین، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، ازبیکستان، ترکیې، عراق او تاجکستان هېوادونو سربېره عربي او اروپایي هېوادونو ته هم ترسره کیږي.

همدارنګه له نړېوالو معیارونو سره سم په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې د صادراتو پروسس زونونه جوړیږي، هر زون ته سل جریبه ځمکه په نظر کې نیول شوې او د ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد د صادراتو د معیاري کولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه زونونو په جوړولو سره به سوداګریز توکي د شته معیارونو په نظر کې نیولو سره بسته بندي، پروسس او په معیاری توګه  د انتقال لپاره زمینه برابره او ورسره به شاوخوا سل زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

له هغه ولایتونو چې په زیاته اندازه صادرات کیږي، هلته د صادراتي اسنادو د پروسس دفترونه جوړ او د ۴ ورځو کار په ۴۰ دقیقو کې ترسره کوي.

همدارنګه نړۍ ته د شفافو او  منل شویو صادراتو په موخه اسلامي امارت ټول ګمرکونه په معیاري او پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال کړي او په دې برخه کې نورې هڅې هم روانې دي، چې دې کړنې د صادراتو پر کیفیت او کمیت د پام وړ مثبت اغېز لرلې ده.

د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ سکټور په لاندې برخو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. معیاري ترانسپورت درلودل؛
  2. د ګمرکونو عصري کول؛
  3. د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندۍ د مرکزونو جوړول؛
  4. د توکو د کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل؛
  5. د ګودامونو جوړول؛
  6. او د صنعتي پارکونو پراختیا او جوړول د بېلګې په ډول یادولی شو.

-9برېښنایي حکومتولي

اسلامي امارت د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د خصوصي سکټور سره په ګډه په لاندې برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده:

  1. د عوایدو راټولولو سیستم؛
  1. د جوازونو ورکړې سیستم؛
  2. د ترانسپورتي وسایطو د سرعت کنټرول سیستم؛
  3. په ترانسپورتي وسایطو کې د جي پي ایس سیستم نصب؛
  4. د لوړ تناژ تلو نصبولو سیستم؛
  5. او د باروړنکو موټرو د سکن سیستم یې د بېلګې په ډول یادولی شو.

د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د ترانزیټ او د انرژۍ لېږد لپاره تر ټولو پر نيږدې او امن لار باندې بدل شوی دی. اسلامي امارت د ټاپي، کاسا زر، ټوټاپ او ټاپ پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې اسلامي امارت د پورته ذکر شویو سکټورونو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې شته اسانتیاوې، له پانګوالو ملاتړ او هغه نقاط چې دلته یې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې عبارت دي له:

  1. د پانګونې ملاتړی حکومت
  2. ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک
  3. د سوداګرۍ او کاروبار لږ لګښتونه
  4. د سیمه‌ییزو اړیکو له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی
  5. دوه اړخیز او څو اړخیز سوداګریز تړونونه
  6. یو نا کارول شوی بازار چې د پام وړ لږ شمېر سیالان او د سوداګرۍ ترسره کولو لپاره پراخه چاپیریال لري
  7. د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب
  8. د سوداګریزو شخړو حل مرکز
  9. او سرتاسري امنیت یې د بېلګې په ډول یادولی شو.