افغانستان او اوکراین؛ څنګه دوو ورته یرغلونو متناقض غبرګونونه راوپارول؟
لیکوال: عبدالله عزام
د امریکا له لوري د افغانستان له شل کلن اشغال لږ وروسته پر یوه سوکاله او نسبتاً متمدن اروپايي هېواد، اوکراین، باندې یې خپل ختیځ ګاونډي، روسیې، یرغل وکړ. کله چې روسي ځواکونه اوکراین ته ننوتل، د ښځو په ګډون زرګونو ملکي وګړو د خپل هېواد د دفاع لپاره وسله پورته کړه. له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه زرو کسانو د جګړې د دواړو خواوو له پوځونو سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا وښوده تر څو د دوی د موخو لپاره وجنګېږي. تر دې لیکنې پورې، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده؛ د بریدونو زیاتېدل په هغو ښارونو کې د پراخې ویجاړۍ سبب شوي چې روسي ځواکونو د پام وړ پرمختګ پکې کړی. د جګړې له ډګره د ملکي وګړو د تلفاتو او جنګي جنایتونو راپورونه ورکړل شوي؛ د جګړې له پیل راهیسې ۲،۵ میلیونه خلک له اوکراین څخه تښتېدلي او د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې په پراخه کچه زېربناوې او مسکوني ودانۍ ویجاړې شوې دي.
شل کاله وړاندې په افغانستان کې هم همداسې پېښې وشوې. ښارونه سخت بمبار شول، ملکي وګړي په بې رحمۍ ووژل شول او سلګونه زره خلک اړ شول چې په سیمه او بهر کې د خوندي ځای موندلو لپاره له خپل هېواده وتښتي. جنګي جنایتونه وشول او ګڼ شمېر افغانان په نامعلومو دلایلو او د نامعلوم وخت لپاره د زندان د تورو تمبو شاته واچول شول. افغانانو د خپل هېواد د دفاع لپاره وسلې پورته کړې او د بهرنیو ځواکونو ظالمانه حاکمیت ته یې غاړه کېنښوده. سره له دې چې د اوکراین او افغانستان جګړې ډېرې سره ورته دي؛ خو دغو یرغلونو ته د نړیوالو غبرګونونه په بشپړه توګه متفاوت وو.
زه د اوکراین-روسیې د جګړې په اړه خبرونه د خپرېدو له پیل، د فبروري ۲۴مې راهیسې په دقیق ډول څارم. دواړو یرغلونو ته د نړیوالې متمدنې ټولنې متناقضو او نژادپرستانه غبرګونونو حیران کړی یم. کله چې تر څلوېښتو زیاتو هېوادونو پر افغانستان یرغل وکړ؛ دا یرغل د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» او «د امریکا ملي امنیت ته د ګواښونو محو کولو» په نومونو توجیه شو. خو کله چې پر اوکراین برید وشو، ټولې نړۍ د پوتین دا کړنه وغندله، د «تېري»، «د اروپا په تاریخ کې د عطف ټکي» او «هلته د جګړې بېرته وړلو» نوم یې ورکړ. زه نه غواړم پر اوکراین د روسیې د برید په اړه قضاوت وکړم، ځکه چې په دې اړه نړیوالو تر بس هم زیاتې خبرې کړې دي. خو دا ویلی شو که امریکا د خپل ملي امنیت لپاره په افغانستان او عراق کې جګړه کوله، پوتین هم دا استدلال کولی شوی چې د ناټو لمنې ته د اوکراین په لوېدو یې د هېواد امنیت ته ګواښ متوجه کېده. ولې د یوه یرغل مشروعیت منل کېږي او بل تر پوښتنو لاندې راځي؟
د اوکراینیانو پشان، افغانانو هم خورا ډېر کړاوونه تېر کړل. په پکتیا کې د هغه نازیږېدلي مړه ماشوم عکسونه د هېرېدو نه دي چې مور یې په څیرې خېټه په یوه وحشیانه چاپه کې ووژل شوه او د نامه بند یې د ماشوم په بدن پورې تړلی و. د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۲مه په کندوز کې د فراغت پر یوه محفل برید وشو چې تر دېرشو زیات ملکي وګړي پکې ووژل شول. د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې یوه امریکايي سرتېري په پنجوايي ولسوالۍ کې لومړی شپاړس ملکي وګړي ووژل، بیا یې جسدونه وسوځول.
د مسکوني سیمو او زیږنتونونو ورته بمبار او د ملکي خلکو وژنې په اوکراین کې هم وشوې. د یوې امېندوارې ښځې کیسه چې وروسته یې له نوي زیږېدلي ماشوم سره د وژلو اعلان وشو، زړه بوږنوونکې وه. له نېکه مرغه نړۍ پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې راویښه شوه. د جرمونو نړیوالې محکمې، د نړۍ رهبرانو، قوانینو او تحریمونو ثابته کړه چې د تېريو پر وړاندې فعال دي.
هېښوونکې خبره خو دا ده چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جنایتونو پر وړاندې د جرمونو نړیواله محکمه (ICC)، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نور بنسټونه بیخي چوپه خوله وو. له هغو ټولو وېروونکو خوبونو وروسته چې افغانانو ولیدل، زموږ دا باور چې انسانان په داسې ځنګل کې اوسېږي چې هلته د یوه بې ګناه انسان ژوند هېڅ ارزښت نه لري، ناسم ثابت شو. کله چې پوه شوو چې ستونزه زموږ د سترګو، وېښتانو او پوستکي په رنګ کې ده؛ شوکه شوو. که افغانانو شنې سترګې او زېړ وېښتان لرلی یا د نړۍ په یوه متمدن جغرافیايي موقعیت کې اوسېدلی؛ جنګي جنایتونه به یې ژر څېړل کېدی، تحریمونه به ژر وضع کېدی او د ازادۍ لپاره جګړه به یې ترهګري نه، بلکې حق وی.
خپل د تېرو شلو کلنو له کړاوونو ډک ژوند ته په کتو؛ افغانانو چې له اوکراین څخه د نړۍ د رهبرانو ملاتړ او پر روسیه تحریمونه ولیدل؛ ګونک پاتې شول. که څه هم دوی په زړورتیا د خپل هېواد د ازادۍ لپاره وجنګېدل، بیا هم د اوکراین د پېښې پر وخت افغانان د نړۍ له دوه ګوني معیار، ذاتي دوه مخیتوب او ریاکارۍ سره مخ شول.
هغه اوکرایني پوځیان او ملکي وګړي چې د ازادۍ د جګړې لپاره یې وسلې پورته کړې؛ د غربي رسنیو له لوري اتلان وبلل شول او وستایل شول. کله چې افغانان او فلسطینیان د اشغال پر وړاندې ودرېدل؛ ترهګر وبلل شول او په افغانستان کې زرګونه کسان د دې لپاره د زندان د میلو شاته واچول شول چې طالبانو ته یې یو څاښت ډوډۍ ورکړې وه.
د روسیې-اوکراین جګړې له پیل سره، په عاطفه کې غرقو اروپایانو د همدردۍ له مخې له جګړې څخه تېښتې ته اړ شوي اوکراینیان ومنل او غېږ یې ورته پرانیسته. کله چې افغانان، د سوریې خلک، ایتوپیایان او فلسطینیان له جګړې څخه تېښتې ته اړ وو؛ متفاوت غبرګون مو ولید. دوی د غربي ګزمه کوونکو پولیسو له لوري وویشتل شول او په بحر کې ډوب کړای شول. ان په اوکراین که له شته تورپوستو کډوالو سره هم د تبعیضي چلند شاهدان وو.
دا له تبعیض او تعصبه ډک چلند ښکاره و چې څوک له اوکراین څخه تښتي؛ د منځني کچې، ښو جامو واله، تعلیم یافته، سوکاله ژوند لرونکي او مسیحي دین واله وو؛ په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو خلکو دا ځانګړنې نه لرلې.
دا بې عدالتي او تعصب یوازې موږ پر دې باوري کوي چې د جرمونو نړیواله محکمه، نړیوال سازمانونه او نور د بشر حقونو بنسټونه موږ افغانانو، فلسطینیانو، لیبیایانو، سومالیایانو، سوریهیانو، عراقیانو او کشمیریانو ته نه دي جوړ شوي؛ بلکې یوازې هغه وخت کار کوي چې د شنو سترګو، زېړو وېښتانو او سپین پوستکي لرونکو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ وي.
نوټ: د مقالې مسؤولیت د ليکوال پر غاړه دی. د مقالې څخه ګټه اخیستنه د سرچینې په ذکر کولو سره جواز لري.