ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
Tue, Feb 27 2024 5:05 PM
5U2A9548

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شو. په منظور شوو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پاتې چارې تکمیلېدل، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

Latest news

Thu, Jan 01 2026 10:41 AM
Background image

Inter-Ministerial Investment Committee Holds Its Regular Meeting

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on December 30, 2025, at the Marmarin Palace. During the meeting, a proposal for the construction of a. . .

Tue, Dec 30 2025 2:50 PM
Background image

Deputy PM for Economic Affairs Meets Delegation Led by the Head of Iran’s Railway Authority

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, Deputy PM for Economic Affairs, on December 30, 2025, met at the Marmarin Palace with a delegation led by Jabbar Ali Zakeri, Head of the Railway. . .

BACK TO NEWS