د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

dpmea_admin
Sat, Apr 27 2024 3:50 PM
5U2A2099

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې. محترم ملا صاحب د یادو پروژو د پرانیستو مراسمو ته وویل؛ کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او پر هېوادوالو غږ کوو چې د عام‌المنفعه پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي. د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې چارې به یې د ۳۶۴ میلیون افغانیو په لګښت سره په ۲۰ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت او په یو کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک پروژه ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ټاکل شوې چې په ۲۰ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې ویالې، پلې لارې، ګلدانونه، برېښنا، تمځایونه، د سړک د سر خط کول، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم لري، چې مالي لګښت یې د کابل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

Latest news

Wed, Dec 17 2025 2:32 PM
Background image

Plans for the Construction of Commercial Markets in Sar-e Pol and Jowzjan Provinces Discussed

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on December 16, 2025, at the Marmarin Palace. During the meeting, proposals for the construction of commercial. . .

Sun, Dec 07 2025 12:34 PM
Background image

Investment Term Sheet Signed Between the Ministry of Finance and DP World

Today, December 7, 2025, an investment term sheet was signed between the Ministry of Finance and DP World Company at the Office of the Deputy PM for Economic Affairs. On this occasion,. . .

BACK TO NEWS