محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

masih_admin
Fri, Jul 04 2025 10:42 AM
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند اذربایجان ته د خپل رسمي سفر پرمهال د ایکو سازمان په څنډه کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د اذربایجان په خنکندي ښار کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو او مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه په عشق اباد کې د سفیر او په ماري کې د جنرال قونسل کچې ته د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړېدل مهم وبلل.  هغه وویل، د کابل او عشق اباد ترمنځ له ګډو اقتصادي مشترکاتو یوه مهمه پروژه ټاپي ده، چې د دواړو هېوادونو او همداراز سیمې ترمنځ یې د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره کړې ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه هم نهايي شوې او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې د دې پروژې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل او عشق اباد ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پياوړتیا له پاره په عشق اباد او کابل کې د سوداګرۍ خونو او بانکي څانګو پر پرانیستل کېدو او همداراز افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځای کار کول به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.

محترم ملا صاحب د کرنې په برخه کې د ترکمنستان تجربې او پرمختګ ته په کتو له دې هېواد وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار وکړي.

ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي رشید مرادوف، خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې ترکمنستان تل له افغانستان سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی هېواد پاتې شوی دی. هغه زیاته کړه: "زموږ جمهور رئیس تل په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان ملاتړ کړی او هلته یې د ترسره شویو پرمختګونو ستاینه کړې ده."

ښاغلي مرادوف وویل چې ترکمنستان چمتو دی ترڅو له افغانستان سره د سیاسي اړیکو تر څنګ، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخېدو په برخه کې ګډ کار ته ادامه ورکړي. نوموړي په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې یادونه وکړه او وویل چې د دې سترې انرژۍ پروژې کارونه د پلان له مخې روان دي. هغه له افغان لوري وغوښتل چې د ټاپ پروژې د مسیر تفصیلي نقشه له ترکمنستان سره شریکه کړي، تر څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې نهایي شي.

په غونډه کې همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته او تر کار لاندې پروژو د چټکتیا (تسریع) په اړه ټینګار وشو، تر څو دغه پروژې پر ټاکلي مهال بشپړې شي.

په پای کې، دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې د یادو همکاریو د پرمختګ او منظم تعقیب په موخه به د دواړو هېوادونو د لومړیو وزیرانو مرستیالان وخت په وخت اړوند موضوعات تعقیب کړي او پر پرمختګونو به څارنه ولري.

Latest news

Wed, Dec 17 2025 2:32 PM
Background image

Plans for the Construction of Commercial Markets in Sar-e Pol and Jowzjan Provinces Discussed

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on December 16, 2025, at the Marmarin Palace. During the meeting, proposals for the construction of commercial. . .

Sun, Dec 07 2025 12:34 PM
Background image

Investment Term Sheet Signed Between the Ministry of Finance and DP World

Today, December 7, 2025, an investment term sheet was signed between the Ministry of Finance and DP World Company at the Office of the Deputy PM for Economic Affairs. On this occasion,. . .

BACK TO NEWS