د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارې پيل شوې

masih_admin
Mon, Sep 01 2025 1:03 PM
د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په نهمه نېټه په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې دننه د سیمنټو تولید او په دې برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو لپاره د دې فابریکې پرانیستل مهم وبلل او ویې ویل، صنعتي کېدل د هر هېواد د لویو اهدافو په سر کې قرار لري؛ هغه هېوادونه چې په مختلفو برخو کې تولیدي فابریکې لري، نه یوازې په کور دننه د هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د اضافي تولید له امله صادرات هم کوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، تولیدي فابریکې د هېواد د ملي تولید او ملي عوایدو په لوړېدو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د تولید په پيل سره به د هېواد د سمینټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره شي، صنعت به پراختیا پيدا کړي، له هېواد څخه به د اسعارو وتلو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسریع او د سیمنټو په نرخ کې به ثبات رامنځته شي، ډېرو هېوادوالو ته به کار پیدا او په لویه کې به د صنعتي افغانستان پر لور مهم ګام واخیستل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان تر ډېره پر بهرنیو وارداتو متکي دی او د ملي بودیجې زیات رقم هم د وارداتو په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له بهر واردېدونکي توکي له یوې خوا قیمته تمامیږي او له بلې خوا پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. د هغه په خبره، د هېواد په داخل کې د تولید دا ډول فابریکې کولی شي، چې په تدریجي ډول پر بهرنیو وارداتو د هېواد اتکا راکمه او د یو تولیدي افغانستان پر لور اساسي ګامونه واخیستل شي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې له مسوولینو وغوښتل څو د یادې فابریکې چارې له منل شوو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ بوځي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غوري سیمنټو پر درېیمې فابریکې ۸۶.۸ میلیون ډالر لګښت  راځي چې د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي. د غوري سیمنټو فابریکه به د دې درېیمې فابریکې د چارو په بشپړېدو سره په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا پیدا کړي.

Latest news

Tue, Mar 10 2026 1:42 PM
Background image

The Plan for the Rehabilitation of Degraded Land along the Amu River Was Approved in Principle

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held today, Tuesday, March 10, 2026, at the Marmarin Palace. During the meeting, the plan for the rehabilitation of. . .

Tue, Mar 03 2026 12:50 PM
Background image

Proposal for Payment of Fixed Tax by Importing Commercial Companies at Customs Deemed Approvable.

The regular meeting of the Technical Committee of the Economic Commission was held today, Monday, March 2, 2026, at the Marmarin Palace. During the meeting, the Ministry of Finance. . .

Tue, Mar 03 2026 12:45 PM
Background image

Discussion on Solar Power Generation and Commercial Market Projects at the Inter-Ministerial Investment Committee

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held today, Tuesday, March 3, 2026, at the Marmarin Palace. During the meeting, the proposal to construct an. . .

BACK TO NEWS