محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست

masih_admin
Mon, Oct 20 2025 5:53 PM
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ميزان مياشتې په ۲۸مه نېټه هرات ولايت ته د خپل سفر پرمهال په هرات صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې د دويم فاز پرانيسته وکړه.
محترم ملا صاحب وويل، د اسلامي امارت په راتګ سره سيمه ييزو او د نړۍ ډېرى هېوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخيستي او دا هڅې د لا پراخېدو په حال کې دي.
محترم ملا صاحب زياته کړه، اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال پر ټولو پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې په دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د ۵۰۰ټنه اوسپنې د پروسس وړتيا لري.‬

Latest news

Thu, Jan 01 2026 10:41 AM
Background image

Inter-Ministerial Investment Committee Holds Its Regular Meeting

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on December 30, 2025, at the Marmarin Palace. During the meeting, a proposal for the construction of a. . .

Tue, Dec 30 2025 2:50 PM
Background image

Deputy PM for Economic Affairs Meets Delegation Led by the Head of Iran’s Railway Authority

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, Deputy PM for Economic Affairs, on December 30, 2025, met at the Marmarin Palace with a delegation led by Jabbar Ali Zakeri, Head of the Railway. . .

BACK TO NEWS