د ریاستالوزراء لومړي مرستیال د ارګ په جامع جومات کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداء کړ
نېټه: د 2022 کال د مې 1
د ریاستالوزراء لومړي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداء کړ. د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې پر رئیسالوزراء سربېره، د ریاستالوزراء مرستیالانو، د کابینې غړو او د اسلامي امارت ځینو نورو ملکي او نظامي مسؤولینو هم ګډون کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء لومړي مرستیال د کوچني اختر د لمانځه تر اداء کولو وړاندې ټول افغان ملت او د افغانستان اسلامي امارت ټولو منسوبینو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او د روژې، ختمونو او عبادتونو د قبولیت د دعا تر څنګ یې له شتمنو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې د بېوزله هېوادوالو لاسنیوی وکړي او په دې مبارکو ورځو کې ټول په خوښیو کې شریک کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند تېرې شل کلنې جګړې ته په اشارې یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مخالفین نشي کولای له نظامي لارې خپلو موخو ته ورسېږي او په وینا یې، د افغانستان اسلامي امارت د دې هېواد د امنیت، ثبات او هوساینې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د ریاستالوزراء لومړي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت نورو مقاماتو د کوچني اختر د لمانځه تر اداء کولو وروسته له یو بل سره روغبړ او اختر مبارکي وکړه.