په کنړ کې د واورې له امله د رامنځته شویو تلفاتو په اړه د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال پيغام

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۵:۱
Message

نېټه: د 2022 کال د فبروري 8مه

د ریاستالوزراء لومړی مرستیال او طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون مسئول محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کنړ ولایت کې د واورې له امله د رامنځته شویو تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي.  شهیدانو ته له الله تعالی څخه لوړې مرتبې، قریبانو ته یې جمیل صبر غواړي او د زیانمنو شویو هیوادوالو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او په غم یې ځان شریک بولي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند اړوندو ادارو ته امر وکړ چې له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمه مرسته وکړي.