محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۸:۱۳
WhatsApp Image 2024-05-12 at 15.14.06_4c89ab3f

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره وکتل او هغوی ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.  محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي. موږ پر دغه غمیزه خواشیني څرګندوو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د دغه لویې غمیزې له خبرېدو سره سم مو پېښو ته رسېدنې عالي امارتي کمېسیون بېړنۍ غونډه راوبلله. په دغه غونډه کې مو د بغلان په ګډون په تخار، فاریاب، بدخشان او غور ولایتونو کې د زیانمن شوو هېوادوالو د ژغورنې او هغوی ته د لازمو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو، اقتصاد، روغتیا، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو او سرې میاشتې په مشرۍ بېلابېلې کمېټې وټاکلې او دوی ته دنده وسپارل شوه، چې ژر تر ژره دې زیانمنو شوو هېوادوالو ته مرستې برابرې کړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت ولسونو ته وویل: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې ترڅنګ ولاړ دی، تر څو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځيد ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال يادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات پر کار اچولي دي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختې دي چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او تاسو ته ډاډ درکوو چې راټولې شوې مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو خلکو وېشل کېږي.  محترم ملا صاحب له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له سېلاب ځپلو سره یې د خپل وس مطابق مرسته کړې ده، مننه وکړه او یوځل بیا یې په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو، موسسو او ادارو غږ وکړ، چې په دغه سخت وضعیت کې د زیانمن شوو افغانانو لاسنیوی وکړي او له هغوی څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS