د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ څه د پاسه ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او سمبالتیا تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس محترم مولوي فیض الله تمیم او د یوه هندي نړیوال شرکت ( تي سي آر سي) د استازي ترمنځ لاسلیک شو. نوموړی شرکت به د پنځو کلونو له پاره د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ ، پرمختللي تجهیزات به چمتو او نصب، موجوده تجهیزات به ترمیم او همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین معرفي کړي.
د دې تړون له مخې به د معیار او کیفیت ادارې مسلکي کارکوونکو ته کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه هم جوړ او د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) څخه به د نړیوالو باوري کیفیت تایید لیکونو د ترلاسه کولو بهیر هم عملي شي.
