محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال اسلامي مدارس د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت مهم بنسټونه وبلل او ویې ویل، د افغانستان د شل کلن اشغال د پای ته رسولو لپاره د عام ولس ترڅنګ علماوو هم بې شمېره قربانۍ ورکړې او د همدوی د قربانیو له امله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی. محترم ملا صاحب پر علماوو غږ وکړ، چې له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچا ته هم د پيغور او په تیزه ژبه خبرې ونه کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.

د محترم ملا صاحب په خبره، په افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل شوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ شوی.

محترم ملا صاحب په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي. د هغه په خبره: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نشي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.

محترم ملا صاحب په پای کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار څخه ۱۰۰۰ فارغو شوو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې په خپل علم عمل وکړي او خلکو ته یې وښيي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS