د لس زره ټنه کلني ظرفیت په درلودو سره د ممیزو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په اتمه نېټه د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې فابریکې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ او ویې ویل، په دې سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي، چې دا د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کولی شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې. محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
حاجي ملا صاحب زیاته کړه چې همداراز اسلامي امارت د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی، د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی. محترم ملا صاحب بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بستهبندۍ ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم وبلل.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره پر سیمهییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نیکهمرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې پرمټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له ښکېلو هېوادونو سره خبرې کړې دي، څو افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.
د دغه فابریکې د پرانیستې پرمهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او پانګوالو رول مهم وباله او ویې ویل، چې پانګوالو ته یې په مختلفو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. هغه زیاته کړه، ټول پانګوال کولی شي پر کرنه او صنعت سربېره، د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ترانسپورټ او خدماتو په برخو کې هم پانګونه وکړي.
په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغان سمون د ممیزو د پروسس فابریکې مسوولینو د پانګونې او د فعالیت د پيل هرکلی وکړ او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. محترم ملا صاحب د دې فابریکې له مسوولینو وغوښتل چې د کمیت پر ځای کیفیت او معیاري پروسس او بستهبندۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې وړ ده چې دسمون د ممیزو د پروسس فابریکه په ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالر پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري. د دغه فابریکې له لوري پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادر شي.