د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۳:۴۹
5U2A4837

د کډوالو نړیواله ورځ دوشنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۷مه نېټه چې د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر له ۱۸مې ڼېټې سره سمون لري، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ونمانځل شوه. په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې غړو، د نړیوالو سازمانونو او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو استازو او یوشمېر امارتي مسوولینو حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د مختلفو لاملونو له امله په نړیواله کچه د کډوالو شمېر له سل میلیونو اوړي، چې له بده مرغه د ژوند له ډېرو اسانتیاوو محروم دي. د محترم ملا صاحب په خبره، که له یوه لوري په نړیواله کچه د کډوالۍ لاملونه ډېر شوي له بل لوري د کډوالو اساسي حقوق او د هغوی په اړه نړېوال قوانین او بشري اصول تر پښو لاندې کیږي چې ښه بېلګه یې د ګاونډیو له لوري زموږ د افغان وروڼو په حق کې د هغوی پر اسلامیت، انصاف، ګاونډیتوب او بشریت نه ولاړې پرېکړې دي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د افغانانو په حق کې د دې جفا تر شا چې کوم اهداف وو مرتکبین یې په ترلاسه کولو کې ناکام شول او د افغانستان اسلامي امارت بیا د الله تعالی په فضل وتوانېد چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د راتګ ټولې چارې په ښه ډول مدیریت او د ژوند اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. محترم ملا صاحب له ټولو افغانانو، ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او د کډوالۍ په برخه کې له نړیوالو بنسټونو مننه وکړه، چې د دغه بحران په مدیریت کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېدل او د خپل وس مطابق یې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړې. محترم ملا صاحب له دوی وغوښتل څو په راتلونکي کې هم خپلو مرستو او د کډوالو لاسنیوي ته دوام ورکړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د بشریت په حق کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پر دوه مخي چلند تأسف څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د افغان کډوالو او په غزه کې له ۱۸ زره د زیاتو بې ګناه وګړو، ښځو او ماشومانو د قتل عام په اړه پر نمایشي غونډو بسنه کوي او پر اسلامي امارت بیا د ښځو د هغو حقوقو له امله بندیزونه او فشارونه واردوي، چې د بل هر وخت په نسبت اوسمهال په هېواد کې تأمین دي.  محترم ملا صاحب پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د کډوالو حقوق وپېژنې هغو ته درناوی وکړي او په تضمینولو کې یې خپل بشري مسوولیت اداء کړي. همدا راز دې په غزه کې د نامشروع جګړې، ړندې بمبارۍ او بې‌ګناه وګړو د بې کوره کېدلو د هغه بحران مخه ډب کړي چې د سبا مدیریت یې د نن تر مخنیوي ستونزمن دی.  په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بهر کې پر مېشتو ټولو افغان کډوالو غږ وکړ چې هېواد مو له امنیت او د ژوند له ښکلا برخمن شوی دی خپل کور ته راستانه شئ، اسلامي امارت ستاسې هر ډول خدمت د ځان مسوولیت ګڼي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

BACK TO NEWS