محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر ښاغلي برهام صالح سره ولیدل.

د دې لیدنې پرمهال د افغان کډوالو پر وضعیت، له راستنېدونکو کډوالو سره پر بشري او پراختیايي مرستو او له عامو افغانانو سره د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو مننه وکړه، چې له افغان کډوالو سره یې بشري مرستې کړې دي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي، څو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې ځایه شویو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندنې او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي برهام صالح په پراختیايي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې دوی به پوره هڅه وکړي څو د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې لا زیاتې مرستې راجلب او افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS