اقتصادي کمېسیون؛ امنیتي ارګانونه دې له برښنا شرکت سره د مقروضیتونو په راټولولو کې جدي همکاري وکړي

نېټه: د 2022 کال د اپریل 11مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د «افغانستان برښنا شرکت» د مقروضیتونو په راټولولو کې له برښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل له فتحې وروسته او تر هغه مخکې ډېری دولتي ادارو او زورواکانو د دوی قرضونه نه دي ورکړي، چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي. د برښنا شرکت په خبره، که دوی ته په وخت سره د افغانستان برښنا شرکت ته خپل قرضونه ورنه کړي، لرې نه ده چې دغه شرکت به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

 اقتصادي کمېسیون همدارنګه «د افغانستان بانک» او دولتي شرکتونو استازو ته دنده وسپارله، څو په ګډه پر دولتي شرکتونو باندې د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه یو منظم میکانېزم جوړ کړي. افغان دولتي شرکتونه شکایت کوي چې دوی د خپلو کارونو او پروژو د تطبیق لپاره نشي کولی چې دې خپلې اړتیا وړ پیسې په یو وخت کې له بانک څخه ترلاسه کړي. دوی وايي، که د افغانستان بانک د دوی یادې ستونزې ته رسده‌ګي وکړي، کارونه به یې چټک او پلان شوې پروژې به په خپل وخت سرته ورسوي.

 د ملا برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کابینې له ۲۸مې مصوبې سره سم ټولو وزارتونو ته دنده وسپارله، څو هر وزارت د خپلو اقتصادي او پرمختیايي پروژو طرحې ترتیب او د منظورۍ په موخه یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي. د یادولو وړ ده چې په یادو طرحو کې به هر وزارت خپلې بودیجې ته په کتو اساسي پروژو او لومړیتوبونو ته اولویت ورکوي.