بخش آباد بند او پر اقتصادي ودې یې اغېزې

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

اوبه د انسانانو په ژوند کې حیاتي رول لري او له بل لوري د بشر پر اقتصادي ژوند هم زیاته اغېزه لري. د اوبو مسله په نړۍ کې نن سبا ډېره مهمه ده ځکه خوږې اوبه کمې دي او اړتیا یې زیاته ده. هر هېواد هڅه کوي چې خپلې اوبه داسې مدیریت کړي چې له مخې وکولای شي، د برېښنا، کرنې او څښاک په برخه کې ګټه ترې پورته کړي. څېړنې ښيي چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندونو او کانالونو ډېره ګټه پورته کېږي. په افغانستان کې لوی او واړه سیندونه شته دي. د هېواد ټول ولایتونه سیندونه لري. د ارقامو له مخې د اوبو لګولو سيستم 84 سلنه سيندونه او کانالونه، اته سلنه چينې، 7سلنه کاريزونه او یو فیصد څاګانې جوړوي. د افغانستان ولاړې اوبه ډېری په مرکزي او يا غرنيو سيمو او په لوېديځو دښتو کې دي. د افغانستان د اوبو سرچینې د هندوکش د غرونو او د هغه لوړې څوکې جوړوي، په تېره بيا هغه واورې چې د واخان، پامير، ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا پر غره پرتې وي. د پسرلي او اوړي په موسم کې ويلي کېږي او بېلا بېلو برخو کې بهېږي. دا چې له روانو پرېمانه اوبو څخه ګټه پورته شي، نو حکومتونو ته په کار ده چې په سم ډول یې مدیریت کړي. د اوبو د مدیریت له پاره مهمه لار داده چې پر روانو اوبو بندونه جوړ شي. له دې بندونو څخه هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او هم د برېښنا د تولید په برخه کې چې هېوادونه ورته زیاته اړتیا لري، ګټه پورته شي. د همدې موخې پر بنسټ اسلامي امارت هڅې پیل کړې دي چې په هېواد کې د اوبو د مهارولو له پاره نوي بندونه او یا هم هغه بندونه چې پخوا جوړ شوي او چارې نه دي بشپړې شوې، ورغوي. د دې بندونو له ډلې یو هم د فراه ولایت د بخش آباد بند دی چې اسلامي امارت یې د پاتې چارو د بشپړولو له پاره بودیجه ځانګړې کړې او کارونه یې عملاً پیل شوي دي.

د بخش آباد بند او د هغه اقتصادي ارزښت

د فراه د بخش اباد بند د پاتې چارو د پیلولو پرانیسته د روان کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له لوري وشوه. اټکل دادی چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د بخش آباد بند په کلني ډول د شاوخوا یو میلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو، د ۲۷ میګاواټه برېښنا وړتیا لري. د دې بند په جوړېدو به تر ځمکه لاندې اوبو زېرمې تغذیه او د اوبو بې ځایه لګښت مخه به ونیول شي. دغه راز به د سېلابونو اوبه مهار او د سطحي اوبو په برخه کې به رغنده رول ولوبوي. د بخش اباد بند په جوړېدو به کرنه، مالداري وده وکړي. د دې سکټور د برخې محصولاتو کې به زیاتوالی راشي. د دې ټولو سره به په یاد ولایت کې د سړي سر عوایدو کچه لوړه شي.

پایله

اوبه هېوادونو ته حیاتي اهمیت لري. نو ښه خبره داده چې د هېواد په کچه د اوبو مهارولو له پاره لوی او کوچني بندونه ورغول شي. دا چې د اوبو د بندونو جوړول لګښت ته اړتیا لري، خو د سطحي اوبو، تر ځمکه لاندې اوبو د زېرمو تغذیه او د اوبو د بې ځایه لګښت له پاره اړینه ده چې بندونه جوړ او یا هغه بندونه چې پخوا جوړ شوي، خو چارې نه دي بشپړې شوې، د هغو پاتې چارې بشپړې شي. په دې سره به له یوه لوري په هېواد کې د کرنې او سوداګرۍ سکټورونه وده وکړي او له بل لوري به هېواد تر یوه بریده له بهر څخه د واردېدونکې برېښنا څخه خلاصی ومومي. د برېښنا په برخه کې د شته ستونزو په له منځه تلو به د افغانستان صنعت پرمختګ وکړي او د صنعت په پرمختګ سره به اقتصادي ټیکاو رامنځته او هېواد به د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کړي. اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې سره د اوبو مهارولو او مدیریت په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي دي چې ښه بېلګه یې همدا د فراه ولایت د بخش اباد بند د پاتې چارو بشپړول دي. د اسلامي امارت مسوولین تل په خپلو خبرو کې پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د افغانستان پرمختګ او آبادول ورته لومړیتوب لري. د بخش اباد بند د پاتې چارو د پیل په مراسمو کې، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، بخش آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او مونږ په ټول توان د دغې پروژې په بشپړولو کې د فراه ولس تر څنګ ولاړ یوو. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اقتصادي زیربناوو بیارغونه ډېر کار ته اړتیا لري او دوی په جدي توګه هڅه کوي چې په اقتصادي ډګر کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي. ریاست الوزراءاقتصادي مرستیال دغه راز د بخش آباد بند د پاتې چارو د بشپړولو برخې ته په اشارې وویل، په دې برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وکړي او له قراردادي شرکت څخه یې هم وغوښتل چې په پوره امانتدارۍ ورسپارل شوې چارې پرمخ بوځي. د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومتره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې پیل شوې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.