د ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم اما بعد؛

فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم

 

له هرڅه وړاندې غواړم په خپل وار د دوست او همسایه هېواد ازبیکستان اسلامي جمهوریت د هیئت غړو او په مجلس کې ناستو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایم. د خوښۍ ځای دی چې نن تاسو دلته وینم، هرکله راشئ!

افغانستان او ازبیکستان تل په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، اجتماعي، کلتوري او نور برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت په تېر یو نیم کال کې د دې اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي. زه غواړم د ازبیکستان اسلامي جمهوریت له مشرتابه او ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړم چې په نړیوالو غونډو کې همېش د افغانستان اسلامي امارت تر خوا پاتې شوی او ښه موقف یې نیولی دی.

افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري، که چېرې د افغانستان د دې ستراتیژیک موقعیت څخه چې د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو د وصل نقطه ده، سمه استفاده وشي، دا به د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ کې مهم رول ولوبوي.

زه باور لرم چې افغانستان او ازبیکستان شته فرصتونو او اړتیاوو ته په کتو سره په سیمه کې اغېزمن اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا لیدل کیږي چې دواړه دوست او همسایه هېوادونه د کانونو، کرنې، انرژۍ، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.

دواړه دوست او همسایه هېوادونه مشترکې پروژې لکه د ترمز- مزارشریف- کابل- پېښور اوسپنې پټلۍ جوړول، د انرژۍ انتقال، د دواړو هېوادونو ترمنځ  د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه کیدای شي تخنیکي ټیمونه په دې برخو کې د شته ستونزو او حللارو په اړه سره ګډ بحثونه ولري.

د افغانستان اسلامي امارت له دوست او همسایه هیواد ازبیکستان سره ټولو سرحدي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري معاهداتو ته ژمن دی او په شته نوښتونو او پروژو کې ستاسو پوره همکاري او د ښو اړیکو عوښتونکی دی.

د افغانستان اسلامي امارت له خپل لوري تاسو ته د همکارۍ ډاډ درکوي. همداشان په نویو نوښتونو او پروژو باندې هم باید فکر وشي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل شي.

بیا هم ښه راغلاست او هرکله راشئ!