د اقتصادي پراختیا او اقتصادي ودې ترمنځ توپیر ته کتنه

لیکوال: امان الله حنیفي

سریزه

اقتصادي پراختیا د هېوادونو د پرمختګ په برخه کې د ښې حکومتولۍ تر ټولو مهم او اصلي لامل دی. سره له دې چې په سر کې د اقتصادي پراختیا او اقتصادي ودې ترمنځ چندان توپیر نه ترسترګو کېږي او دواړه یو ډول معلومېږي، خو دا دواړه له یو بل نه جلا او متفاوت مفهوم او مانا لري. نو پر دې موضوع د پوهېدو لپاره اړینه ده چې دغه توپیر یو څه واضح او ښکاره شي. له سلګونو کلونو راپدېخوا د انسانانو د پوهې کچې له لوړېدو سره یوځای د هغوی د ژوند سطحه هم په لوړېدو او ښه کېدو ده. د اروپا له فرهنګي او صنعتي انقلاب را وروسته غربي هېوادونو په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ. له اسیايي هېوادونو یوازې جاپان و چې له غربي نړۍ سره یې ځان د صنعتي انقلاب ملګری کړ.  له رنسانس وروسته چې په اروپا کې یې فکري انقلاب رامنځته کړ، د دې لویې وچې له موجودو انرژیو په ډېر ښه ډول ګټه واخیستل شوه؛ خو له بده مرغه په همدې وخت کې ختیځو هېوادونو اقتصادي وده تجربه نه کړه او حتی ځینې خو یې ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان وو. که څه هم په دغه وخت کې د ګوتو په شمېر ختیځو هېوادونو په مقطعي ډول د اقتصادي ودې لپاره یو شمېر حرکتونه پيل کړي وو، خو دا چې د ټولنې له کلتور او جوړښت سره یې ورته‌والی نه درلود، هسې پاتې شول او چا یې ملاتړ هم ونه کړ. د اقتصادي ودې بحثونه په اوولسمه او اتلسمه میلادي پېړۍ په اروپايي هېوادونو کې پيل شول. په دغه وخت کې د وروسته پاتې هېوادونو پر بازارونو د اروپايي هېوادونو صنعت او فن کنټرول ترلاسه کړ او هماغه وو چې نړۍ د پرمختللو او پس پاتې هېوادونو په دوو قطبونو ووېشل شوه. پرمختللو هېوادونو د پام وړ اقتصادي وده وکړه او وروسته پاتې هېوادونه له دې کاروان پاتې شول.

د اقتصادي پراختیا او ودې ترمنځ توپیر څه دی؟

اقتصادي وده د یو هېواد د تولید کچه ښيي. کله چې د اقتصادي ودې په اړه خبرې کوو، زموږ ټوله توجه د یو هېواد تولیداتو ته اوړي. بلخوا بیا اقتصادي پراختیا هم لرو چې دا دې خلکو د ژوند کچه او کیفیت موږ ته بیانوي. په لنډ ډول داسې ویلی شو چې اقتصادي وده له کمیت او اقتصادي پراختیا بیا د کیفیت له معیارونو سره سروکار لري. اقتصادي وده او پراختیا ممکن په یو وخت کې رامنځته نشي. ځینې وخت داسې کېږي چې یوه ټولنه د اقتصادي ودې حرکت تجربه کوي، خو اړینه نه ده چې دا دې پر اقتصادي پراختیا حتمن اغېز ولري. د اقتصادي ودې د رامنځته کېدو تر ټولو مهمه او اساسي لار د تولیداتو اندازه او امکانات دي. یا داسې هم ویلی شو کله چې د ناخالص کورني تولید کچه زیاتېږي، موږ پوهېږو چې اقتصادي وده مخ په ښه کېدو ده.  اقتصادي وده د ملي ناخالص تولید (GNP) او کورني ناخالص تولید(GDP) پر بنسټ اندازه کېږي او یا هم اقتصادي وده د یو هېواد دننه د تولید زیاتوالی ښيي. خو اقتصادي پراختیا بیا د خلکو د ژوند له سطحې اټکل کولی شو. لکه ورځنی سړي سر عاید، د زده کړو کچه، د فقر کچه، د ژوند اسانتیاوې او په ټوله کې د یوې ټولنې د اوسېدونکو د ژوند کچې ته اقتصادي پراختیا ویلی شو. اقتصادي پراختیا د یوې ټولنې د اوسېدونکو خوراک، روغتیايي خدمتونه او د همدې خدمتونو د توزیع امنیت له ځان سره رانغاړي. اقتصادي پراختیا نه یوازې پر دې اکتفا کوي، بلکې د ورځني ډېر سړي سر عاید، ډېرو کاري فرصتونو برابرولو او په ښو معیارونو د زده کړو ترلاسه کولو سیسټمونو ته هم په خپله غېږه کې ځای ورکوي او کلتوري او انساني ارزښتونه هېڅ وخت تر پښو لاندې نه کوي. دغه موارد نه یوازې دا چې د مادي پرمختګ سبب ګرځي، بلکې دا په فردي او ټولنیز ډول د ژوند سطحه لوړوي. د اقتصادي پراختیا په رامنځته کېدو سره ټولنې او ملتونه منظمېږي او د قانون په چوکاټ کې د ځان لپاره بېلابېل اقتصادي کاروبارونه انتخابولی شي.