د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې له مسؤلینو او ملي سوداګرو سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۷:۶
5U2A0763

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې له مسؤلینو او ملي سوداګرو سره وکتل او له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د 500 کیلو ولټه برېښنا د مزي د غځولو پروژې د تمویل په اړه یې خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د کورني صنعت رول مهم‌ وباله او له هغوی یې د لویو اقتصادي پروژو د تمویل او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې مسؤلینو وویل؛ دوی چمتو دي چې له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د 500 کیلو ولټه برېښنا د مزي د غځیدو د پاتې چارو د بشپړېدو د تمویل لپاره د خپلو برېښنا په بېلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته لس سلنه زیاتې پیسې ورکړي.  دغه پیسې به یو ځانګړي حساب ته جمع او د یادې پروژې د چارو په بشپړولو کې به ترې ګټه پورته شي. د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي. ان‌شاءالله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS