د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر سوالګرو د مرستو وېش په تړاو جوړه شوې غونډه کې بشپړه وینا

بِسْمِ اللهِ الرّحْمَنِ الرَّحِيْمِ

اَلْحَمْدُللهِ رَبِّ العَالَمِيْنَ وَالصَّلاَةُ وَالسَّلَامُ عَلىَ سَیِدَ الْمُرْسَلِيْنَ وَعَلَى اَلِهِ وَ اَصَحابِهِ اَجْمَعِيْنَ.

قال لله تعالی فی القرآن العظیم: وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا... . صدق الله العلیّ العظیم و صدق رسولُه النّبیُّ الکریم.

اما بعد؛ ټولو راغلو مشرانو، مسؤلینو، فقیرانو او غریبانو ته؛

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

خوښ یم چې نن په دغه مجلس کې له تاسې سره ګډون کوم. هغه هم په دې لحاظ چې الحمدلله له موږ سره د خپل ولس، ملت، فقیرانو او غریبانو غم او فکر دی. ځکه هغه حالت چې موږ یې په هېواد او بیا په ځانګړې توګه د کابل په څېر په یو لوی او بانفوسه ښار کې وینو، سخت دی. کله چې ما په کابل کې د غریبانو او فقیرانو دغه بد حالت ولید، ډېر تاثیر یې راباندې وکړ، فکر مې وکړ چې دوی به څنګه خپل ژوند کوي، د دې لپاره یوڅه کول پکار دي. الحمدلله موږ د افغانستان د اقتصادي وضعیت د پرمختګ لپاره لویې اقتصادي پروژې پيل کړې دي.

څومره غریبان او فقیران چې زه نن دلته وینم، دا ما ته یو احساس راکوي چې موږ باید په کلکه د دوی لاسنیوی وکړو. موږ په لومړي سر کې پر موسساتو او سوداګرو وروڼو غږ کوو چې له دغو غریبو هېوادوالو سره که څه هم دوی مخکې مرستې کړې دي، بیا هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي. موږ له ټولو شتمنو هېوادوالو څخه غواړو چې د روژې په مبارکه میاشت کې د غریبانو لاسنیوی خپله فریضه وګڼي او له دوی خپلې مرستې ونه سپموي.

 اسلامي امارت په دغه برخه کې له خپل وس او توان سره سم له دوی سره مرستې کوي. اسلامي امارت د دغو غریبو خلکو د ثبت لپاره یوه اداره جوړه کړې او هغوی 30500 کسان ثبت کړي چې نن او څو ورځې پرله‌پسې به پر دوی د خوراکي توکو مرستې وویشل شي او دا پروسه به دوام ولري.

موږ له غریبو او فقیرو هېوادوالو څخه هیله کوو چې ډېره بې صبري ونه کړي او پر خپله نیستي صبر وکړي. موږ له دوی څخه غواړو چې هر ځای او هر چاته د سوال لاس اوږد نه کړي، بې نظمي جوړه نه کړي، یو ځای یې چې مرسته ترلاسه کړه، بل ځای ته پسې منډه نه کړي. زه به په خپل ټول وس د دوی د ژوند ښه کولو او ستونزو حل کولو لپاره هڅه کوم.

موږ په راتلونکي کې هم له ټولو سوداګرو وروڼو او موسساتو څخه هیله کوو چې له دغو غریبو هېوادوالو سره مرستې وکړي او بیا داسې څوک پيدا نشي چې بل ته د سوال کولو لاس اوږد کړي. موږ به په ګډه د دوی د ښه ژوند لپاره هڅه کوو. ځکه الحمدلله موږ مسلمانان یو او په هېچا مو دا نه پیرزو کېږي چې یوه مسلمانه خور، مور او ماشوم دې محتاج او د بل په دروازه کې ولاړ وي.

د اسلامي امارت له لوري د سوالګرو راټولولو کمېټه به نوره هم پياوړې شي او په میاشتني ډول به دغو غریبو او فقیرو هېوادوالو ته مرستې وېشي.