د کجکي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې مراسمو ته د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د وینا مهم ټکي

نېټه: 2022، جولای 27مه

«د تېر شل کلن جهاد پر مهال د هلمند خلکو بې ساري قربانۍ ورکړې دي، د دوى د قربانيو مثال له دوو-درېيو ولايتونو پرته په ټول افغانستان کې نشته. هرچا خپل کوښښ کړى دى، الله تعالى دې د ټولو قربانۍ، شهادتونه، ستړياوې او زندانونه ورته قبول کړي. موږ دوى ته کوم عوض نشو ورکولی، خو الله تعالى به يې نېکه بدله ورکړي. ان‌شاءالله.»

«موږ ته داسې يو غربت ځپلى نظام او اداره په ميراث راپاتې دي، چې چارواکو يې له خپل ځان، کورنۍ او جيب پرته ملت او ولس ته هېڅ کار نه دى کړی. په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ هېوادونه ورسره ولاړ وو. خو موږ په ډېر کم وخت کې دا دي نن د ترکيې هېواد په همکارۍ د افغان ولس د هوساينې په موخه يوه لويه پروژه ګټې اخیستنې ته سپارو، چې پر اساس به يې 100مېګاواټه برښنا زياته شي. موږ نه يوازې د هلمند ولايت محترمو مجاهدينو او عام ولس ته دا ډاډ ورکوو، بلکې ټول ملت ته دا اطمينان ورکوو، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې لوى مثبت اقتصادي تحولات ولرو. ان‌شا‌ءالله

«موږ د ټولو نړيوالو له شوو مرسته مننه کوو، خو زموږ هېواد په مرستو نشي آبادېدلى، تر هغه چې موږ په خپله آبادي ونه کړو. موږ د هېواد د آبادۍ لپاره په تدريج سره کار کوو، په دا نږدې تېر وخت کې مو د دې پروژې په څېر نورې لويې پروژې هم افتتاح کړې دي، ښه نمونه يې په کابل کې د افغان انويسټ شرکت پرانيسته ده، چې په لومړي ځل 250 ميليون ډالره پانګونه پکې کېږي.»

«نيستي او هستي دواړه د الله تعالى له لوري دي او په دې سره خپل بنده امتحانوي، چې آيا پر نيستۍ صبر کولى شي او کنه. هغه چا ته چې الله تعالى مال او هستي ورکړې ده، ازمويي يې چې آيا د غريب لاسنيوى کوي او کنه. دغه دوه حالتونه د انسان د عزت او ذلت سبب نشي کېدلی. موږ بايد په هر حالت صبر وکړو.»

«نړيوالو زموږ هېواد جوړ نه کړ، بلکې نور يې هم ويران کړ. موږ اوس خپله د خپل هېواد پر جوړولو لګيا يو او راځئ دغه کار په ګډه سره وکړو. موږ د هېچا مرستې نه منعه کوو، بلکې ترې مننه کوو او کورودانى ورته وايو؛ خو چا ته د فقر لاس هم نه غځوو. موږ ته الله تعالى له معدنونو ډک هېواد راکړی، چې په نړۍ کې يې سارى نشته. موږ به د خداى ج په مرسته د هېوادوالو ټولې ستونزې حل کوو. زه له دې ځايه پر ټولو مسٶولينو غږ کوم چې تر خپلو شخصي کارونو د ولس کارونو ته ډېر متوجې واوسي او ستونزې يې حل کړي.»

«زه بيا هم پر ټولو مسٶولينو غږ کوم چې د خلکو د ستونزو د حل او کارونو ترسره کولو پر مهال له پوره همغږۍ کار واخلئ. هېچا ته بد او منفي ځواب مه ورکوئ؛ ځکه دغه ملت له موږ سره ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي، زموږ په مخکې يې خپله شتمني او ابادي ټول له منځه تللي دي، دغه ځورېدلى ولس په هېڅ صورت مه ناهيلی کوئ. د دوى پر موږ ډېر حق دى.»