په هرات او بادغېس ولایتونو کې د زلزلې له امله د زيانمنو شويو هېوادوالو په اړه د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د خواشينۍ پيغام

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
WhatsApp Image 2023-10-08 at 14.25.48_e61698d0

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات او بادغېس ولايتونو کې د شوې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. شهيدانو ته جنت الفردوس، قريبانو ته يې جميل صبر او زخميانو ته له الله ج څخه عاجله شفاء غواړي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند طبیعي پېښو ته رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې د پېښې ځای ته ژر ځان ورسوي؛ له ټولو شته امکاناتو دې کار واخلي؛ د زيانمنو شويو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي او هر ډول لازمې مرستې دې ورسره وکړي.