د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیستې مراسمو ته د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وینا
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا
د اسلامي امارت ښاغلو مسوولینو، مجاهدینو، قدرمنو مشرانو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی دې وکړي چې له صحت او عافیت څخه به برخمن یاست.
ویاړو چې نن ورځ د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک جوړونې د یوې داسې مهمې او حیاتي پروژې پرانیسته کوو چې د هېواد دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه؛ کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي.
د کابل جلال اباد دوهم لین سړک چې ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي.
روښانه ده چې ننګرهار د افغانستان یو له مهمو سرحدي او تجارتي ولایتونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په سوداګرۍ او سیمهییز اتصال کې مهم رول لري. د کابل او جلال اباد دوهم لین سړک به د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سره د پام وړ مرسته وکړي، د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورت اسانتیا نه یوازې د هېواد کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې د سیمې او نړۍ سره هم زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې مهم رول لري.
د دغې مهمې لارې په جوړېدو سره به د سیمې خلکو او سوداګرو ته د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې سي، د سوداګریزو توکو او اموالو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته سي، د لارې په اوږدو کې به کوچني او منځني کاروبارونه وغوړیږي، د کابل او جلال اباد اقتصادي او سوداګریز تړاؤ به غښتلی کړي، د کابل او جلال اباد په لومړي لین سړک باندې به د نقیله وسایطو د تګ او راتګ ګڼه ګوڼه کمه سي او د ترافیکي پېښو کچه به د پام وړ سطحې ته راټیټه سي.
ګرانو هېوادوالو!
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د سوداګرۍ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ترانسپورټي زېربنا جوړولو په برخه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي. خو لا هم په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده او د دا ډول بنسټیزو پروژو تطبیق د اسلامي امارت مسوولیت دی.
د سیمې له قدرمنو اوسیدونکو څخه هیله کوم، چې د دې مهمې او بنیادي پروژې د تطبیق په برخه کې د اړوندو مسوولینو سره لازمه همکاري وکړي او د پروژې له تطبیق کوونکو څخه هم په جدي توګه غوښتنه کوم چې دا مهمه او ستراتیژیکه پروژه د ټولو منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره په با کیفیته توګه پلې کړي.
په اخر کې د دغې مهمې پروژې د پیل له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له تله مبارکي وایم او ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي زېربناوو د جوړولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ګرانو هېوادولو ټولو اساسي ستونزو ته به په وخت رسیدګي کوي. ان شاءالله
له توجه څخه مو مننه
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته