«د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي ملي کنفرانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وینا
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی
اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ
محترمو وزیر صاحبانو، د ملګرو ملتونو استازو، د بېلا بېلو امارتي ادارو ، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک، د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو، د نړیوالو او داخلي مؤسساتو او رسنیو استازو او د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایم او مننه ترې کوم چې د وړو تمویلونو سکټور اړوند په دغه ملي کنفرانس کې یې له مونږ سره ګډون کړی.
د وړو تمویلونو سکټور اړوند کنفرانس ځکه ډېر مهم دی چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري. ځکه چې د دغه سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزلو خلکو سره مرسته کېږي او هغوی ته د کار زمینه برابرېږی، چې له دې سره د بې وزلۍ، بې کارۍ او ټولنیزو ستونزو کچه راټیټېږي او په پایله کې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.
د فقر او بې کارۍ کمول او خلکو ته د کار زمینه برابرول، اسلامي امارت خپل مسؤلیت او لومړیتوب ګڼي، همدا رنګه د نړیوالې ټولنې او شتمنو افغانانو مسؤلیت هم دی چې په دې برخه کې فعاله ونډه ولري. څرنګه چې مخکې یادونه وسوه د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاس نیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی. نو اړینه ده چې ټول خپل مسؤلیت ادا کړو او یو بل سره په همغږۍ د دغه سکټور له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو.
په نړیوالې ټولنې او تمویلوونکو ادارو سربېره د هېواد په داخل او خارج کې مېشت شتمن افغانان هم باید په دغه کار کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي. دوی کولاي سي چې د وړو تمویلونو مؤسسه په جوړولو سره په دغه برخه کې ونډه واخلي او همدارنګه کولی سي چې د یو نهاد له لارې د یو ولایت یا یوې ځانګړې سیمې خلکو سره مرسته وکړي، ځکه چې د جوړې سوې مقررې پر اساس اوس هر څوک کولی سي چې د یو ولایت په کچه د وړو تمویلونو مؤسسه جوړه کړي.
په پای کې یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوم چې په بې پرې توګه د وړو تمویلونو سکټور له لارې له بزګرانو، د وړو کاروبارونو درلودونکو او عامو خلکو سره مرسته وکړي او د کاري فرصتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته