د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای ‌غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَيٍّ

د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، د دې وزارت د اوبو او انرژۍ سکتور د زونونو عمومي او ولایتي چارواکو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ډېر د خوښۍ ځای دی چې د اوبو او انرژۍ وزارت په هڅو، د اوبو د کیفیت د مدیریت په برخه کې د معاصرو سیستمونو په زده کړې سره، د هېواد د مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړونې په یوه مهمه راټولیدنه کې ګډون کوم.

اوبه یو داسې الهي، لوی او بې بدیله نعمت دی، چې پرته له هغه څخه د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند، د هېوادونو اقتصادي وده او پرمختګ امکان نه لري. د اوبو د غوره مدیریت، اهمیت او اړتیا په اړه ډېر شمېر قرآني آیتونه نازل سوي دي، چې د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته د اوبو سره د سم چلند په اړه اسلامي مکلفیت راجع کوي او له بلې خوا د نړۍ سره د سیالۍ او اقتصادي ودې لپاره د اوبو باکیفیته او غوره مدیریت په اوسني عصر کې ډېر اړین او ملي مکلفیت ګڼل کېږي.

که څه هم اوبه نوې کېدونکې طبیعي سرچینه ده، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو، د اوبو د ککړتیا د کچې د لوړیدو، د انسانانو د زیاتیدونکو اړتیاوو او د بې پروا مصرف له امله په اوسنۍ نړۍ کې په جدي توګه د اوبو کمښت حس کېږي او اوبه په مسلسله توګه د کمیدو په حال دي؛ چې دې ناورین نه یوازې د هر هېواد لپاره د اوبو د کمښت ستونزه پیدا کړې ده، بلکې تر ټولو مهمه دا چې د هېوادونو پر خپل منځي او نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو یې هم منفي اغېزه کړې ده.

خوشبختانه افغانستان لکه څه ډول چې د کاني زېرمو له اړخه په نړۍ کې د غني هېوادونو په کتار کې راځي، په همدې ډول د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې هم لري، خو له بده مرغه د افغانستان د تاریخ په اوږدو په ځانګړې توګه په معاصر تاریخ کې د دغه لوی الهي او بې بدیله نعمت او د پرمختګ له دې اړینې اړتیا سره، د بیلا بیلو عواملو له امله مسلکي چلند نه دی سوی. په دې توګه اوس د افغانستان اسلامي امارت مسؤلیت دی، چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د هېواد اوبو د غوره مدیریت لپاره د پایداره پرمختګ اصل په نظر کې نیولو سره خپل ملي مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي. ان شاءالله په دې برخه کې زموږ ارادې پیاوړې دي.

زه پوهېږم چې د نن ورځې راټولیدنه د هېواد هغو بچیانو ته د شهادت نامو د ورکړې لپاره دایره سوې ده، چې د اوبو د کیفیت د تشخیص او مدیریت د نویو سیستمونو په برخه کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت د مسلکي او تخنیکي کسانو له لوري زده کړې ترلاسه کړي دي؛ خو ما له دې مهم فرصت څخه په ګټې اخیستنې د اړوند موضوع ترڅنګ، د اوبو مدیریت د جدي اړتیا له مخې د هېواد د ملي اوبو اغېزمن مدیریت ته هم اشاره وکړه.

زه په خپل وار د ظرفیت لوړونې د دغه لنډ مهالې برنامې څخه د هېواد د اوبو او انرژۍ سکتور مسؤلینو ته د فراغت له امله ډېره مبارکي وایم او له دوی څخه په ټینګار غواړم چې د دغه مهم ملي سکتور د ودې او د مظلوم ملت لپاره په پوره اخلاص او هېوادنۍ مینه کار وکړئ او هغه څه مو چې دلته زده کړل په خپلو کاري دفترونو او ادارو کې یې نورو ته هم ور زده کړئ.

په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت له مسؤلینو څخه ډېره مننه کوم، چې د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې دغه مهمه برنامه په مسلکي توګه پای ته رسولې ده او د وزارت له اړوند مسؤلینو څخه هیله کوم، چې د ظرفیت لوړونې دا ډول برنامې جاري وساتي؛ ترڅو د مسلکي کادرونو په روزنه کې خپل مسؤلیت لا ډېر ادا کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته