ازبيکستان صدراعظم سره د لیدنې پرمهال د حاجي ملا صاحب وینا

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

اما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم

د ازبیکستان جمهوریت صدراعظم جلالتمآب عبدالله عارف اوف او د مجلس ټولو ښاغلو ګډونوالو ته!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

لومړی د ازبیکستان لومړي وزیر له درنې بلنې او مهمان نوازۍ څخه مننه کوم او دا د دواړو ګاونډیو او دوست هېوادونو ترمنځ د اعتماد او ښې همکارۍ یوه څرګنده نښه ګڼم.

د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه  د اسلامي امارت سیاست بې‌طرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی او له دوی څخه هم همدې اصل ته د ژمن پاتې کېدو هیله لري.

د ازبیکستان جمهوریت په نړیوال سټېج د افغانستان په اړه ښه موقف غوره کړی دی. اسلامي امارت د ازبیکستان د ولسمشـر جلالتمآب شوکت میرضیایوف د مثبت او واقعبینانه دريځ څخه مننه کوي او ازبیکستان هم د یو گاونډي ورور هېواد په توگه د افغانانو په زړه کې ځانگړی ځای او دیني، کلتوري، قومي او ژبني مشترکات سره لري چې دواړه ملتونه یې يو له بل سره نږدې کړي دي.

افغان او ازبیک ملتونه ګډ تاریخ او اسلامي فرهنګ لري، د بخارا او سمرقند په شان سیمې د اسلامي تمدن د مرکزونو په توګه پېژندل کېږي او افغانان د امام بخاري او امام ترمذي په څېر د علماوو له علم او پوهې څخه برخمن شوي دي.

د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې‌طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، خصوصاً له ګاونډیو هېوادونو سره، پر همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت له ازبیکستان جمهوریت سره د لا زیات او معنا داره  تعامل غوښتونکی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د مخدره موادو د کر، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد مبارزه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي، د مخدره موادو کر او تولید یې منع کړی او  ګاونډیو هېوادونو ته یې د  هغه  د قاچاق مخنیوی کړی دی. موږ ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول سي او له افغانستان څخه به هېڅ هېواد ته کوم ډول تهدید متوجه نه سي.

د افغانستان اسلامي امارت خپل ګاونډي او دوست هېواد ازبیکستان ته وړاندیز کوي چې په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو، لکه ترانسپورټ، انرژي، کرنې، کانونو، اوسپنې پټلۍ او صنعتي تولیداتو کې پانګونه وکړي. د متقابلو ګټو پر بنسټ دې د ازبیکستان حکومت، ازبیکستاني پانګوال وهڅوي، څو په افغانستان کې خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ او پانګونه وکړي.

د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع وه. د مزار شریف – هرات او له دې ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه، چې ازبیکستان له ایران او چین سره نښلوي، د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ګڼل کېږي. اسلامي امارت ګاونډي او دوست هېواد ازبیکستان ته بلنه ورکوي، چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي، ترڅو له دې لارې ازبیکستان د جنوبي اسیا هېوادونو سربېره له ایران او چین سره خپله دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

همداراز، موږ د دوست هېواد ازبیکستان څخه غوښتنه کوو چې د سالنګ لویې لارې دوهم تونل، چې د دې تونل له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلول کېږي او په ترانزیټ کې اساسي رول لري، پانګونه وکړي. اسلامي امارت د دې پانګونې هرکلی کوي او په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان اسلامي امارت له خپل لوري تاسو ته د همکارۍ ډاډ درکوي. همداشان په نویو نوښتونو او پروژو باندې هم باید فکر وسي، ترڅو د دواړو هېوادونو تر منځ د بنسټيزو پروژو، ګډې سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل سي.

همدارنګه ښاغلی لومړی وزیر کابل ته ستاسو د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات او توافق‌نامې چې ورباندې کار او لاسلیک شوی دی، هیله ده چې ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ګډ تخنیکي ټیمونه له نږدې کار سره وکړي.

په پای کې يوځل بيا غواړم يادونه وکړم چې د افغانستان اسلامي امارت له ازبیکستان جمهوریت سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو روابطو د پراختيا غوښتونکی دی.

له توجه څخه مو مننه