محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د شاوخوا ۴۳میلیاردو افغانیو په ارزښت ۵ پروژې پرانیستې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې پر ۹ مه نېټه هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د شاوخوا ۴۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۵ سترې پروژې پرانیستې.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ له غرمې مخکې د ایتوک فارما او افغان میډسن د درملو جوړولو او همدارنګه د شمس کولا غیر الکولي مشرباتو تولیدي فابریکې پرانیستې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادو فابریکو د پرانیستې پر مهال ملي سوداګر او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې خپل تولیدات د شته معیارونو په نظر کې نیولو سره بازار ته وړاندې او له بې کیفیته تولید څخه ډډه وکړي، ځکه اسلامي امارت ته کیفیت او معیار لومړیتوب لري.

د ایتوک فارما د درملو تولیدي فابریکه کې شاوخوا ۷۲۰ میلیونه افغانۍ او افغان میدیسن د درملو جوړولو  فابریکه کې بیا شاوخوا یو میلیارد او ۱۵۰میلیونه افغانۍ پانګونه شوې. دغه فابریکې اوس مهال لسګونه قلمه بېلابېل درمل تولیدوي، چې تر ډېره حده به د دغه ولایت د ولسونو د درملو ستونزې ورسره حل شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له غرمې وروسته د شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکه هم پرانیسته. په دغه فابریکه کې شاوخوا ۶۰۰میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او بېلابېل غیر الکولي مشروبات تولیدوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور میاشتې په ۹مه نېټه له مازدیګر مهال د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د پاشدان بند د پاتې چارو د پیل پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت لپاره مهمه او حیاتي وبلله او د هرات ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه تکمیل کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ثور میاشتې په ۱۰ مه نېټه د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د هرات – غور عمومي سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل،اوس مهال په هېواد کې د لویو لارو د بیارغونې چارې پيل شوې، چې دا دي نن د هرات – غور سړک عملي چارې هم پیل شوې. دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژو په پیل سره زرګونو هېوادوالو ته مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې چې په بشپړېدو سره به اوبه مدیریت، د کرنې، برېښنا، روغتیا او ترانسپورت سکتورونو کې شته ستونزې تر یوې اندازې راکمې شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور میاشتې په ۱۰مه نېټه له غرمې وروسته کابل ته راستون شو.