د پاشدان بند پاتې چارو د پيل پرانیستې مراسمو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

نحمده و نصلي على رسوله الكريم أما بعد

اعوذ بالله من شیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم

وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ اَ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ

امارتي مسؤلینو، علماوو، سوداګرو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او د هرات قدرمن ولسه؛

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

د خوښۍ ځای دی چې د هېواد د ابادۍ په موخه د یوې سترې زېربنایي پروژې په پرانیست‌غونډه کې سره را ټول یو.

الحمدلله، اسلام امارت نن بیا د یوه داسې عنصر د مدیریت په پام ګام اخلي چې الله تعالی ور پورې د هر شي د ژوند بقاء تړلې ده او په نړیواله کچه یې نرخ ورځ تر بلې تر نفتو په لوړېدو دی.

اسلامي امارت د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري څو یې په پایله کې هېواد د ځان‌بساینې په لور سوق سي. په تېرو دوو لسیزو کې د اشغال، جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، اقلیمي بدلون او ورځ تر بلې زیاتېدونکی نفوس هغه لاملونه ؤ، چې افغانستان یې له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

دا چې د هرات ولسونو د خپل هېواد د آزادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي، لازمه ده قدرداني یې وکړو او هغه لویې پروژې یې بشپړې کړو، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای سی.

د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد خودکفاء کېدو، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ له طبیعي سرچینو څخه هم درسته استفاده کېږي او په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه مساعده سوې ده.

د  اسلامي امارت کابینې او اقتصادي کمېسیون په ناستو کې د هېواد په کچه د هغو لویو بندونو چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ کاري ټیمونه وټاکل سول، دغو ټیمونو د یادو بندونو د ارزونې او عملي چارو د پیل لپاره هر اړخیز جامع کاري پلانونه جوړ کړل، چې په پایله کې د ډېرو بندونو عملي چارې مخکې پیل سوې دي چې له جملې څخه یې یو د پاشدان بند دی او دا دی نن یې د عملي چارو د پیل شاهدان یو.

د پاشدان بند پروژې په عملي کېدو سره به زموږ زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبه به زېرمه، دیارلس زره هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به دوه مېګاواټه برېښنا هم تولید سي.

د پاشدان بند د هرات ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او موږ په ټول توان د دغې پروژې بشپړولو ته ژمن یو او هڅه کوو چې په پوره اخلاص سره یې چارې په عمل کې بشپړې کړو. له قراردادي شرکت څخه هم غواړو چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ور سپارل شوې چارې بشپړې کړي.

اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د برېښنا تولید او اوبو مدیریت په برخه کې هم ګوټلي ګامونه اخیستي دي دلته یې د مثال په ډول د ځینو یادونه کوم: د قوش تیپې ستره او ملي پروژه، د کجکي بند د دوهم فاز پرانیسته، د بخش آباد، کمال خان او شاه و عروس بندونو د پاتې چارو شروع کول، د سلګونو چک‌ډېمونو جوړول، د کوچنیو او متوسطو بندونو چارو پیلول، د آمو سیند د څنډو تحکیماتي پروژې بشپړول، د هېواد له شمال څخه جنوب ته د برېښنا مزي غځول، د سب‌سټېشنونو جوړول او بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د لمریزې او بادي برېښنا پروژو پرانیستې یې ښې بېلګې دي.

همدارنګه اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلب او د پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرولو په تړاو جدي هڅې پیل کړې دي، چې ښه بېلګه یې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د کورني او بهرني شرکت له لوري په ترتیب سره د ۱۰ مېګاواټه او ۲۳مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې دي.

په پای کې د هرات ولایت له قدرمنو مسوولینو او د دې ولایت د درنو ولسونو له مېلمه پالنې او تود هرکلي څخه مننه کوم.

 

له توجه څخه مو مننه