د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اعلامیه!

Statement of the Deputy PM for Economic Affairs Office in Response to the Recent World Bank Report on Afghanistan's Economic Situation

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې  راپور خپور شوی دی. په دې راپور کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه خپلې موندنې شریکې کړې دي چې ډېری یې له عیني واقعیتونو څخه لېرې دي. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي وضعیت په تړاو منعکس شوې موندنې ردوي.
سره له دې چې په نشر شوي راپور کې د کورني ناخالص تولید ودې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت او صادراتو کچې ثابت پاتې کېدو، د کورنیو عوایدو د ټاکل شوي هدف ترلاسه کېدو، د خوراکي توکو بیو ټیټېدو او د کورني صنعت او بانکي سکټور کې شوي پرمختګ ته اشاره شوې ده؛ خو په یادو برخو کې وړاندې شوې د ودې سلنه او پرمختګونه تر دې هم لوړ او زیات دي.
په راپور کې راغلي چې د بې‌کارۍ کچه لوړه، د زېربنایي پروژو نه پیل او د پانګونې کچه محدوده ده. خو د اسلامي امارت په راتګ سره په مختلفو سکټورونو کې د بېلابېلو لکه قوش‌تېپې ملي کانال، ټاپي، لویو لارو او بندونو، اوسپنې پټلۍ او برېښنا د تولید پروژو پیل د بېلګې په ډول یادولی شو. همدا ډول یوازې د ستر مقیاس کانونو په برخه کې شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانۍ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه او په نورو برخو کې هم ورته پانګونه جذب شوې ده. 
غوره ده چې نړېواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، له دې سره به افغانستان په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي. 
د افغانستان اسلامي امارت
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت