د پانګونې بین الوزارتي کمېټه
د پانګونې بین الوزارتي کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د دويمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د پانګونې چارو د اسانتیا، همغږۍ او نظارت په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې رامنځته شوه، چې (۲۰) وزارتونه او امارتي ادارې یې دایمي غړیتوب لري.