لوګر ولایت کې د برېښنا د دوو پروژو پرانیستغونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د وینا مهم ټکي:
الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى اما بعد
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ (الایه)
محترمو امارتي مسوولینو، مجاهدینو، پانګوالو، د رسنیو استازو او درنو مېلمنو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای تعالی دې وکړي چې روغ صحت به ولرئ. خوښ یم چې نن په لوګر ولایت کې د برېښنا د دوو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې له تاسو سره ګډون کوم.
برېښنا د اوسنۍ پرمختللې نړۍ یوه ډېره مهمه اړتیا ده. له برېښنا پرته پرمختګ نه سو کولی. د هېواد د اقتصادي پرمختګ او صنعتي فعالیتونو له پاره اړینه ده چې کافي برېښنا ولرو.
افغانستان د انرژۍ د تولید ډېرې سرچینې لري. هېواد مو له اوبو، لمر او باد څخه د انرژۍ د تولید لوړ ظرفیت لري، خو له بده مرغه د انرژۍ له دغو سرچینو څخه سمه استفاده نه ده سوې.
همدا لامل دی چې موږ اوس هم د برېښنا په برخه کې په وارداتي برېښنا متکي یو. دغه تکیه د دې لامل سوې چې هر کال په سلګونه میلیون ډالر د برېښنا په مقابل کې نورو هېوادونو ته ورکوو.
له نېکه مرغه د اشغال له ختمېدو او هېواد ته د ثبات له راګرځېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی چې د هېواد جوړونې او پرمختیايي کارونو له پاره زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو سکټورونو ترڅنګ د انرژۍ سکټور کې هم د پام وړ پرمختګ سوی دی. په مختلفو ولایتونو کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید پروژې پېل سوې. څه موده وړاندې مو په هرات ولایت کې د لمریزې او بادي انرژۍ د تولید پروژې پرانیستې.
د انرژۍ د تولید ترڅنګ د برېښنا د وېش، تنظیم، صنعتي سیمو او هېوادوالو ته د انرژۍ د رسولو یو شمېر پروژې هم تر کار لاندې دي. ان شاءالله د برېښنا د تولید په اړه به راتلونکي کې نور پرمختګونه هم ولرو.
په افغانستان کې د کانونو، کرنې، صنعت او نورو سکټورونو ترڅنګ د برېښنا تولید په برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه سته او د اسلامي امارت له لوري په دې برخه کې د پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې او سهولتونه هم رامنځته سوي دي.
همدا راز په مختلفو ولایتونو کې د اوبو بندونو، لمریزې او بادي برېښنا په برخه کې ناتکمیل سوې او نوې پروژې پلان سوې چې کورني او بهرني پانګوال کولای سي، په دې سکټور کې پانګونه وکړي.
په لوګر ولایت کې د نن ورځې د نوې کېدونکې انرژۍ د څلوېښت مېګاواټه پروژې پېل د دغه ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ښه فرصت دی.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په لوګر ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه سي، صنعتي فعالیتونه به زیات سي او ګڼو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه ایجاد سي.
سربېره پر دې به، د دې پروژو په تطبیق سره د لوګر ولایت اقتصادي فعالیتونه زیات سي او د محمد اغې صنعتي پارک د برېښنا ستونزه به هم ورسره حل سي.
دغه راز، له قراردادي شرکت څخه غوښتنه کوم چې د پروژو په تطبیق کې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پروژو کارونه پر ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو یو ځل بیا غږ کوم چې افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي. اسلامي امارت په دې برخه کې تاسو ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ درکوي.
په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت له مسوولینو څخه مننه کوم چې د برېښنا سکټور د پراختیا هڅې کوي څو د کافي برېښنا د تولید له لارې په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه زیات سي او په نتیجه کې یې د هېوادوالو په ژوند کې مثبت تغییرات راسي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته