د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء قدرمن اداري مرستیال، د کابینې ښاغلو وزیر صاحبانو، محترمو مشرانو، د رسنیو استازو، مېلمنو او ټولو محترمو حاضرینو ته!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی دې وکړي چې ټول صحت ولرئ.
ویاړلو هېوادوالو؛
نن د افغاني غرور او عظمت هغه ویاړمنه تاریخي ورځ ده، چې (۱۰۶) کاله وړاندې مو د انګریزي ښکیلاک داړې ماتې کړې او ټولې نړۍ ته مو وښودله چې افغانان د خپل برم، شان او دبدبې څښتنان دي، خپلواک ژوند یې د ارزښتونو په سر کې قرار لري او هېڅکله هم د اسارت او غلامۍ ژوند نه قبلوي.
له هر څه وړاندې د افغانستان ټول ویاړلي، په خاوره او خپلواکۍ مَیَن ولس ته د دغې نه هېریدونکې ورځې په ویاړ د زړه له کومې مبارکي وایم او د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په لاره کې د ټولو رښتینو مجاهدینو او اتلانو ارواحو ته دعا کوم. الله تعالی دې یې جنتونه نصیب کړي.
د زمري ۲۸مې ورځې خپلواکي په اسانه نه ده ترلاسه سوې، هغه وخت هم د انګریزي ښکیلاک سره د جګړې امکانات کم وو، د افغانانو پر وړاندې د کفارو دسیسې زیاتې وې؛ مګر د افغان مجاهدینو دیني او ایماني جذبه او په دې مقدسه لار کې سترې قربانۍ د دې باعث سوې چې د وخت ستر استعماري قوت په ګونډو کړي او په پوره شهامت او مېړانه د خپلواکۍ اعلان وکړي.
خو له بده مرغه د افغانانو ترمنځ د داخلي جګړو، تفرقو او دسایسو له امله موږ ونه توانېدو چې خپلواکي وساتو، په مسلسله توګه مو امکانات له لاسه ورکړل او له داخل څخه وپاشل سوو، چې هېواد مو د نورو استعماري قدرتونو تر ښکیلاک لاندې راغی؛ مګر د پخوا په څېر بیا هم افغانانو هېڅ استعماري قدرت ته اجازه ورنه کړه چې په دې خاوره د ارام خوب وکړي؛ بېرته مو خپلواکي ترلاسه کړې. د اسد په ۲۴مه چې د غربي اشغال د ماتې سره برابره ده، یو ځل بیا مو ټولې نړۍ ته وښوده چې افغانان په خپله خاوره د بل واک نه مني او د شل کلنې نه ستړې کېدونکې مبارزې څخه وروسته مو په پوره مېړانه او شهامت خپلواکي واخیسته.
قدرمنو هېوادوالو!
د خپلواکۍ ورځو د نمانځنې څخه باید زموږ اساسي موخه نه یوازې د هغه وخت د قربانیو او مېړانې یادونه وي، بلکې اساسي موخه مو باید دا هم وي چې ترلاسه سوې خپلواکي وساتو او په بشپړه معنا د د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار د بیا تکرار مخه ونیسو.
موږ انقلابونه په ډېره درنه بیه ګټلي دي، چې د نورو لاملونو تر څنګ یې یو عمده علت د مادي اسبابو عدمِ مساوات و. د دې ګټلي انقلاب د ساتلو لپاره نه باید د قربانیو درنه بیه پرې کړو، بلکې د عصر د غوښتنو مطابق عصري زده کړو ته مخه کړو، د تکنالوژۍ او عصري وسایلو څښتنان سو، دښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواب په میزایل ورکړو. ټول افغانان د لویو دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو موټی سو، په یو او بل نوم رامنځته سوې تفرقې له منځه یوسو او پرېنږدو چې خدای مه کړه دا سپیڅلی نظام د بې اتفاقۍ او تنګ نظرۍ ښکار سي.
ګرانو هېوادوالو!
د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره به اوس ټول د خپلواکۍ په ارزښت له بل هر وخت ښه پوهېدلي وي، چې خاوره او ملت یې د یو بل غربي او مغرور ځواک له شل کلن اشغال څخه خلاص او ویاړلو افغانانو ته یې یو ځل بیا د ازادۍ او افغاني غرور ژوند ورنصیب کړ.
اوس مو نه ملت اسیر دی، نه مو سیاسي او اقتصادي برخلیک بل څوک ټاکي، نه مو مال او ناموس ته په بده سترګه کتل کېږي او نه د بل چا په اشارو پرېکړې کوو. لله الحمد د خپلواکۍ برکت دی چې دا ټول لوی او اساسي ارزښتونه مو خوندي دي.
زه له دې ځایه په بهر کې پر مېشتو افغانانو یو ځل بیا ږغ کوم چې خپلې خاورې ته راسئ، د خپل نظام او ملت ترڅنګ ودرېږئ او د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلئ. تاسې ته به اوس جوته سوې وي چې په نورو هېوادونو کې سره د ډېرو امکاناتو د مالکیت او سکون احساس نشته. بیا هم درته وایو چې اسلامي امارت ستاسي خپل نظام دی، ښه راغلاست درته وایو هر کله خپلې خاورې ته راسئ.
او د نړۍ په ټولو هغو هېوادونو چې دې خاورې ته بد نیتونه لري، هم ږغ کوم چې موږ هر څه څارو او په اړه یې خپلې محاسبې لرو. رابولو یې چې د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه وکړئ، دا ملت څوک اسیر نه سي نیولی؛ د لاس وهنې او تقابل پرځای د اصولو په چوکاټ کې راسره هر اړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لار هواره کړئ؛ همدا کار د سیمې او نړۍ هېوادونو د امنیت او اقتصادي تعامل لپاره اساس ګڼل کېږي.
په پای کې یو ځل بیا هم د زمري ۲۸ مې ویاړلې ورځې له امله ټولو محترمو هېوادوالو ته مبارکي وایم او د ازادۍ د ګټلو په لاره کې د ټولوشهیدانو او اتلانو روحونو ته دعا کوم او د رحیم ذات له دربار څخه ورته د جنت الفردوس غوښتونکی یم.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته