ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې لویې پروژې پرانیستغونډې ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د وینا بشپړ متن
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: الله نور السموات والأرض.
د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلینو، د ارزګان ولایت محترم مشرتابه، مجاهدینو، قدرمنو مشرانو، د رسنیو استازو، محترمو مېلمنو او ټولو حاضرینو!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
د خوښۍ ځای دی، چې نن ورځ د پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې یو بل مهم ګام اخلو او د ارزګان ولایت اړوند دهراوود ولسوالۍ کې د کجکي بند څخه د برېښنا رسونې د یوې مهمې پروژې پرانیسته کوو، دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې زموږ د هېواد مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.
د برېښنا نوموړې پروژه د ۲۰۱ میلیونو افغانیو په ارزښت پیلیږي، چې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري تمویل او تطبیقیږي، د دې پروژې د تطبیق په نتیجه کې به شا و خوا ۴۵۰۰ (څلور زره پنځه سوه) کورنیو ته برېښنا ورکړل سي او په راتلونکو کلونو کې به د دهراوود ولسوالۍ لیرې پرتو سیمو ته هم برېښنا توزیع کړي.
د دغې مهمې پروژې د تطبیق له امله به د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ښه او د کجکي بند له تولیدي انرژۍ څخه به لا ډېره او اغېزناکه ګټه واخیستل سي، د سیمې د خلکو کاروبارونه به ورسره وغوړېږي او په ټوله کې به د هېواد د ملي عوایدو له زیاتولو سره مرسته وکړي.
دا چې افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او زموږ د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له بهر څخه واردېدونکې برېښنا له یوې خوا د هېواد لپاره قیمته تمامېږي او له بلې خوا پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. له همدې امله د هېواد په داخل کې د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی سي، چې په تدریجي توګه د بهرنیو هېوادونو پر برېښنا زموږ اتکا راکمه کړي او د داخلي منابعو څخه په غوره ګټې اخیستنې سره به افغانستان د خپلې برېښنا څښتن سي.
ګرانو هېوادوالو؛
د انرژۍ د تولید دا ډول پروژې، ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د انرژۍ په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او په لویه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کوي.
یوه ډېره مهمه خبره چې ما یې مخکې هم یادونه کړې وه، دا ده چې افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بله اړخه افغانستان د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د اقلیمي تأثیراتو څخه متضرر سوی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته ډېری د پاکې انرژۍ د تولید هغه پاته پروژې چې په تېر نظام کې د نړیوالو په ملاتړ پیل سوې وې، متوقفې سوې؛ چې یو شمېر یې د اسلامي امارت له لوري بیا پیل او افتتاح سوې دي.
زه له دې ځایه په ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې د یو ګډ مسؤلیت له مخې ږغ کوم، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري وکړي او په هېواد کې ناتکمیلې او متوقفې پروژې له سره پیل کړي؛ ځکه افغانستان له یوې خوا له نړیوال اقلیم څخه متضرر دی او له بلې خوا د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه لري. د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی او پرته له استثناء ټول هېوادونه ترې متاثره دي. بناً دغه ګډ مسؤلیت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
په پای کې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ مجاهد او غیرتي ولس ته د د غې مهمې پروژې د پیل له امله مبارکي وایم او مسؤلینو ته د لا زیات توفیق غوښتنه کوم.
و السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته