د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم.
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
د قدر وړ علماءکرامو، فارغ سوو فاضلانو، د امارتي ادارو محترمو مسوولینو، قدرمنو مشرانو، مجاهدینو، میلمنو او ټولو محترمو حاضرینو ته!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی مو په خیر راوله او د الله تعالی له دربار څخه مو صحت او عافیت غواړم.
ډېر د خوشالۍ ځای دی چې نن ورځ د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د مدرسې د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون کوو او (۱۰۰۰) نفره فاضلان د دین او خاورې د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کوو.
تر هر څه دمخه ټولو محترمو فارغانو او د دوی قدرمنو کورنیو او استادانو ته د دې مقدسې دورې د پای ته رسولو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم او دعا کوم چې دا دستارونه دې د دین او خاورې د عظمت او سرلوړۍ دستارونه سي.
محترمو فارغ سويو فاضلانو!
له نېکه مرغه نن ورځ تاسې یوه ډېره مهمه او اساسي دوره پای ته رسوله؛ خو دا باید په یاد ولرئ چې مطالعه او دیني علم کې مو هر اړخیز تحقیق او ریاضت پای ته نه دی رسیدلی؛ هڅه وکړئ چې د زده کړې جریان دوامداره وساتئ؛ په علم عمل وکړئ؛ نور ته یې ورسوئ او په ټولنه کې د نبوي اخلاقو د ترویج له پاره د دیني حکمت په چوکاټ کې د خلکو سره نیک چلند وکړئ.
محترمو حاضرینو!
اسلامي مراکز او مدارس د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت هغه منور او مقدس ځایونه دي، چې د هرې رابطې اساس یې د الله تعالی رضایت او د نبوي سنتو پر ځای کول دي.
تاسې ټولو ته معلومه ده چې د عام ولس ترڅنګ همدغه مدارس او علما دي چې د نړۍ لویو امپراطوریو ته یې شرموونکې ماتې ورکړې دي. افغانستان یې له شل کلن اشغال څخه خلاص کړی او د افغانستان غیور ولس ته یې ویاړلی استقلال او اسلامي غرور ور په برخه کړی دی. نن له دې مدرسې د هغو شهیدانو او هېوادوالو ډیر بچیان فارغېږي چې د وینو نذرانې یې موږ د ننني امن، او سکون څښتنان کړي یو.
د هېواد قدرمنو علماءکرامو!
مدارس او د اسلامي غږ منبرونه د اسلامي اخلاقو، ټولنیزې اصلاح او اتحاد مرکزونه وګرځوئ، خلک له دیني حکمت څخه په استفادې سمې لارې ته په نرمه ژبه راوبولئ، هیچا ته هم د پیغور او په تیزه ژبه خبرې مه کوئ، د خپل کلي او قوم د خلکو ترمنځ د دښمنیو په له منځه وړلو کې کوشش وکړئ او تر ټولو مهمه دا چې په مساجدو کې خلکو ته د عباداتو ترڅنګ د اسلامي معاملاتو، اخلاقو او اجتماعي ژوند او ادابو پوهه هم ورکړئ؛ له بده مرغه چې په دې برخه کې کار کم لیدل کیږي.
محترمو هېوادوالو!
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د شرایطو په چوکاټ کې په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې دا چې ضعیف سوی نه دی؛ بلکې په عملي توګه پیاوړی سوی دی، په مهمو بنسټیزو سندونو او پرېکړو کې د هېواد د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارمندانو مشورې او نظرونه اخیستل کیږي او پر اساس یې نهايي پرېکړې کېږي.
له یوې خوا په افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل سوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زیربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او د ملت رضایت لوړ سوی دی.
د نړۍ ټولو هېوادونو ته وایم چې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پیاوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي؛ سیمه او نړۍ باید په دې پوه سي چې یو امن افغانستان د سیمې او نړۍ له پاره له اقتصادي او سیاسي دیده لوی فرصت ګڼل کیږي؛ نو هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.
محترم هېوادوالو!
د افغانستان اسلامي نظام په راس کې داسې عالم اشخاص قرار لري چې په حقوق الله او حقوق العباد پوره خبر دي او هیله مند یوو چې د هیچا حقوق او ورسپارل سوي امانتونه به نه ضایع کوي، بلکې ستاسې د خدمت له پاره به شپه او ورځ کار کوي. په همدې اساس د هغوی د مسوولیت په ادا کولو کې په همکارۍ کولو خپل مسوولیتونه هم رفع کړئ او ددې هېواد په امنیت، ابادۍ، بیارغونه او سیال کولو کې د خپل حکومت ترڅنګ ودرېږئ. که د همدې نعمتونو په ساتلو او عملي ملاتړ سره د هغو شکر وباسئ، الله تعالی به د خپلې کړې وعدې مطابق هغه درباندې زیات او څو چنده کړي.
په پای کې ددې جامعې د محترمو مسوولینو او استادانو څخه ډېره مننه کوم چې په پوره اخلاص خپل مسوولیت ته متوجې دي او په ټینګار غواړم چې د مدرسې په حفاظت کې خپل دیني مسوولیت په سمه توګه ادا کړي ځکه دا مدرسه په یو فرد پورې اړه نه لري، دا به د یو میراث په توګه نسلونو نسلونو ته پرېږدو.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته