په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د ویش په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: أَلشَّیْطانُ یَعِدُکُمُ الْفَقْرَ وَ یَأْمُرُکُمْ بِالْفَحْشاءِ وَ اللهُ یَعِدُکُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَ فَضْلاً وَ اللهُ واسِعٌ عَلیمٌ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مشرتابه، د امارتي ادارو قدرمنو مسؤلینو، پانګوالو، صنعتکارانو، د رسنیو استازو او ټولو حاضرو مېلمنو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

زه ډېر خوښ یم چې نن د یو مهم او ملي ارزښت لرونکي ګام، په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکو د وېش په مراسمو کې د ګډون ویاړ لرم. دا پروسه نه یوازې زموږ هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو یوه مهمه وسیله ده، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې، ځان بسیاینې او صنعتي پرمختګ لپاره یو بنسټیز اقدام هم دی.

د صنعتي ساحو پراختیا او د دغو ساحو پر بنسټ د ځمکو وېش، زموږ د هېواد د پانګه‌والو او صنعتکارانو هڅو ته نوی روح وربښي. دا چاره نه یوازې له خصوصي سکټور څخه ملاتړ څرګندوي، بلکې د حکومت ژمنتیا هم ښيي چې غواړي د تولید، صادراتو او کورني بازار پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.

موږ باور لرو چې د صنعت وده د یوه هېواد اقتصادي خودکفایۍ، ټولنیز ثبات او د بېکارۍ د کچې راټیټولو لپاره تر ټولو اغېزناکه طریقه ده. له همدې امله، زموږ هدف دا دی چې د صنعتکارانو، پانګه‌والو او خصوصي سکټور لپاره داسې چاپېریال برابر کړو چې هغوی وکولای سي په ډاډ سره پانګونه وکړي، فابریکې جوړې او د هېواد د تولیدي ځواک برخه وګرځي.

له ټولو محترمو صنعتکارانو، پانګه‌والو او د خصوصي سکټور له غړو څخه مننه کوم چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. لکه څنګه چې پوهیږئ په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به یو نوی فصل پیل سي چې زموږ هېواد به له صنعتي پلوه لا پسې پیاوړی کړي.

قدرمنو حاضرینو!

د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا، د خصوصي سرمایه ګذارۍ د جلب او جذب او همدا راز د صنعتي ساحو د مدیریت، ساتنې او مراقبت په موخه د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح سوی دی.

دا قانون په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو او پانګوالو ته د صنعتي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لازمې زمینې او اړوندې نورې اسانتیاوې مساعدوي؛ ترڅو له یوې خوا ګرانو هېوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا سي او له بلې خوا د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.

د صنعتي ساحو جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې په اړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم کړی ترڅو د نوي منظور سوي قانون، چاپیریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان مطابق د کابل په څلورو خواوو کې دوه دوه زره جریبه ځمکه، په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل، شل زره جریبه ځمکه، په کندوز ولایت کې لس زره جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې زر جریبه ځمکه، د کوچني صنعت او تشبثاتو لپاره په هر ولایت کې له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه ځانګړې او وسپارل سي.

له نېکه مرغه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ او د نورو وزارتونو او ادارو په نېږدې همکارۍ د یاد حکم د تطبیق په برخه کې لازم او د پام وړ اجراآت ترسره سوي دي او تر اوسه پورې شاوخوا اتیا زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت ته انتقال سوې ده.

د همدې هڅو په لړ کې نن ورځ موږ او تاسې ۹۱ صنعت‌کارانو ته د صنعتي فعالیتونو په موخه په صنعتي ساحو کې د ځمکو د ملکیت د سند د ورکړې شاهدان یوو. زه د هېواد د صنعتي ځمکو له ګټه اخیستونکو څخه په ټینګار غواړم چې د یادې ځمکې څخه د تولید او د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې مناسبه او مؤثره ګټه واخلي. د صنعت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اسلامي امارت د برېښنایي زېربناوو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د برېښنا پر بنسټیزو پروژو یې کار پیل کړی چې له نېکه مرغه یې چارې تر کافي اندازې پر مخ تللي او په راتلونکي لنډ وخت کې به کافي مقدار برېښنا ولرو. ان شاءالله

قدرمنو صنعتکارانو او پانګوالو!

افغانستان د سرتاسري امنیت ترڅنګ ارزانه کاري قوه او کافي خام مواد لري، په داسې حال کې چې د اوسنۍ نړۍ هېوادونه د خامو موادو له ستر بحران سره مخ دي؛ خو زموږ او ستاسې هېواد د هر ډول پانګونې او صنعتي فعالیتونو لپاره ډېر مساعد هېواد ګڼل کېږي.

په دې توګه یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب، د خصوصي سکټور ټولو معززو استازو، درنو سوداګرو، زیارکښو صنعت‌کارانو او قدرمنو پانګوالو ته ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت به همېشه ستاسو تر څنګ ولاړ وي او د اړتیا پر مهال به هر ډول لازمه همکاري درسره کوي، ان شاءالله.

اسلامي امارت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او ملي صنعت د پرمختګ لپاره پراخې اسانتیاوې او امتیازات په پام کې نیولي دي. موږ هڅه کړې چې د پانګوالو لپاره یو باوري، باثباته او خوندي چاپېریال برابر کړو، څو هغوی وکولای سي په هېواد کې خپل فعالیتونه له خنډ پرته پرمخ یوسي.

لکه تل چې مو یادونه کړې، تاسې او د هېواد په صنعتي سکتور کې نورو ټولو پانګوالو ته اسلامي امارت ډاډ او ژمنه درکوي چې د قیمت، کیفیت او کمیت د تامین په صورت کې به پر بهرنیو مشابه اموالو د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړېږي.

په پای کې له ټولو هغو افغان صنعت‌کارانو او پانګوالو څخه، چې په کور دننه یا له هېواده بهر مېشت دي، غوښتنه کوم چې خپل صنعت، تجربه او پانګه افغانستان ته را انتقال کړي، څو د هېواد د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په برابرولو او د صنعت سکټور په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

 

له توجه څخه مو مننه

و السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته