په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا د دوو پروژو پرانيستې مراسمو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وينا
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَسَخَّر لَكُمُ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيلَ وَٱلنَّهَارَ ﴿٣٣﴾
د افغانستان برېښنا شرکت او هرات ولایت محترمو مسؤلینو، قدرمنو پانګوالو، د ۷۷ ساختماني او اعتماد سولر تولیدي شرکتونو محترمو استازو، محترمو مجاهدینو، قدرمنو مشرانو او د رسنیو استازو؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې یو ځل بیا په هېواد کې د انرژۍ د دوامداره پرمختګ په لور یو بل مهم او ستر ګام اخلو. نن په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا د تولید دوه مهمې پروژې پرانیزو، چې د هېواد د انرژۍ سکټور د پراختیا، عصري کېدو او په دې برخه کې د خودکفایۍ په اړه یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.
یادې پروژې نه یوازې دا چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې د مقاومت او تطابق وړتیا لوړوي، بلکې د پاکې او پایدارې انرژۍ د تولید له لارې د هېواد د انرژۍ اړتیاوې په مسؤلانه او نوې بڼه پوره کوي.
دغه اقدام د اسلامي امارت ژمنتیا څرګندوي، چې د نړېوالو اقلیمي تړونونو او د چاپېریال ساتنې د اصولو پر بنسټ، د ککړوونکو سونتوکو د کارونې پر ځای د تجدید وړ سرچینو څخه د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکوي.
قدرمنو حاضرینو!
لکه څنګه چې تاسې خبر یاست، څه موده وړاندې د انرژۍ په برخه کې د اوو مهمو پروژو د قراردادونو د لاسلیک مراسم ترسره سول. له دغو پروژو څخه پنځه یې د لمریزې برېښنا د تولید او یوه پروژه یې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې وه. دا ټولې پروژې د هېواد د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا او د متبادلو سرچینو د پراختیا په موخه طرحه سوې دي.
د یادو قراردادونو د عملي کولو د بهیر په دوام، څو ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید عملي چارې پیل سوې.
د هغې پر دوام دا دی نن موږ د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا د پروژې د لومړي فاز د عملي کارونو د پیل شاهدان یوو، چې په پشپړېدو سره به یې څه باندې ۴۳ مېګاواټه برېښنا تولید سي. همدارنګه، د دې ترڅنګ نن د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د یوې جلا پروژې عملي چارې هم پيلېږي.
د دغو پروژو پلي کېدل به نه یوازې زرګونو کورنیو ته د برېښنا دوامداره رسېدنه یقیني کړي، بلکې د هېواد د سوداګریزو او تولیدي بنسټونو د برېښنا د اړتیاوو په پوره کولو کې به هم مهم رول ولوبوي. سربېره پر دې، یادې پروژې به سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
دا ستره لاستهراوړنه د افغانستان د انرژۍ د خودکفايۍ پر لور یو مهم ګام بلل کېږي، چې نه یوازې به پر وارداتي برېښنا د هېواد اتکا راکمه کړي، بلکې د چاپېریال ساتنې، دوامدارې انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ د ترویج لپاره به هم فرصتونه برابر کړي.
قدرمنو حاضرینو!
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د هېواد د ملي بودجې یوه لویه برخه هر کال د وارداتي برېښنا د پېرلو لپاره لګول کېږي. دا برېښنا، چې له ګاونډیو هېوادونو واردېږي، نه یوازې له اقتصادي لحاظه زموږ لپاره ګرانه تمامېږي، بلکې له تخنیکي او سیاسي اړخه هم یوه ناپایداره، غیر مطمئنه او غیر تضمین سوې سرچینه ګڼل کېږي.
پر داخلي تولید تمرکز د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی، له هغې جملې یو هم له کورنیو سرچینو د برېښنا تولید دی چې نه یوازې اقتصادي خودکفایۍ ته لاره هواروي، بلکې د انرژۍ په برخه کې د هېواد د خپلواکۍ بنسټ هم ږدي.
د هېواد دننه د برېښنا د تولید پروژې که هغه د اوبو، لمر، باد یا نورو تجدید وړ منابعو څخه دي کولی سي چې په تدریجي او منظمه توګه زموږ د برېښنا اړتیاوې له خپلو داخلي امکاناتو څخه پوره کړي.
د دغو پروژو له لارې به نه یوازې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ سي، بلکې د هېواد اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو رامنځتهکول، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هڅونه او د زېربناوو پراختیا ته به هم لاره هواره سي. سربېره پر دې، د انرژۍ سکټور کې خودکفاء کېدل د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات کې رغنده رول لري.
له همدې امله، اسلامي امارت د داخلي تولید ظرفیتونو ته جدي پاملرنه کړې، دغه برخه د ملي ستراتیژۍ اساسي رکن تشکیلوي او په دې سکټور کې د پانګوالو لپاره مناسب او اسانه شرایط رامنځته سوي، څو په لنډ وخت کې وکولای سو د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږو.
محترمو حاضرینو!
له بادي او لمریزې برېښنا څخه د انرژۍ د تولید دا ډول پروژې، د انرژۍ ارزانه سرچینې تأمینوي، د ګل خانه يي ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د انرژۍ په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او په لویه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کوي.
زه د اسلامي امارت په استازیتوب، د افغانستان برېښنا شرکت، ۷۷ ساختماني او اعتماد سولر شرکتونو له مسؤلینو او نورو دخیلو همکارو ادارو مننه کوم، چې د دې پروژو په طرحه، تمویل، او تطبیق کې یې رول ادا کړی.
همداراز، اسلامي امارت ژمن دی چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره شفاف، خوندي او د اسانتیاوو ډک چاپېریال برابر کړي. هیله لرم چې د پروژو عملي چارې به هم د ټولو منل سویو معیارونو سره سمې پرمخ ولاړې سي.
په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دغو مهمو پروژو د پیل له امله ډېره ډېره مبارکي وایم.
له توجه څخه مو مننه
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته