یتیم تاق د سمنټو فابریکې د عملي چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا:

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،      

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وان لیس للانسان الا ما سعی

د جوزجان ولایت محترم والي، د ریاست الوزراء محترم اداري مرستیال، د ۷۷ ودانیز شرکت مسؤل، د رسنیو استازو، قدرمنو مشرانو، مېلمنو او ټولو محترمو حاضرینو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د الله تعالی له دربار څخه ټولو ته د صحت او  عافیت غوښتونکی یم.

 

ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې نن ورځ په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سمنټو د لویې او مهمې پروژې د عملي چارو د پیل په مراسمو کې له تاسې سره ګډون کوم. له هرڅه وړاندې د افغانستان ټول ولس ته د دې مهمې پروژې د عملي چارو د پیل له امله مبارکي وایم.

محترمو حاضرینو!

د هېواد د اقتصادي ودې او د اوږدمهاله اقتصادي موخو ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې په تدریجي توګه له مصرفي اقتصاد څخه د تولیدي اقتصاد پر لور چټک ګامونه واخلو؛ داخلي صنعت پیاوړی او د داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ مناسب سیاستونه وضع او تطبیق کړو. دا کار یوازې غوښتنه او د هیلو تقاضا نه ده، بلکې یوه جدي اړتیا ده چې رفع کول یې ستر مسؤلیت ګڼل کېږي.

د همدې لوی اساسي مسؤلیت د ادا کولو په دوام نن ورځ په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سمنټو د تولید مهمې پروژې د عملي چارو د پیل په مراسمو کې ګډون کوو.

د دې پروژې د بشپړولو لپاره به ۷۷ ساختماني شرکت په مجموعي ډول ۱۶۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي، چې په ورځني ډول به (۳۰۰۰) ټنه  سمنټ تولیدوي او (۵۰۰۰) زره کسانو ته به مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه ایجاد کړي او شاوخوا په دوو(۲) کالو کې به یې چارې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل سي.

ګرانو هېوادوالو !

دا پروژه به د داخلي صنعت په قوي کولو، پر وارداتو د تکیې کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي؛ له هېواد څخه به د اسعارو د وتلو مخه ونیسي، د خامو موادو څخه به په داخل کې اغېزناکه استفاده صورت ونیسي، ډېر کاري فرصتونه به ایجاد کړي او د ساختماني چارو او زیربنا د پراختیا په برخه کې به لازمه مرسته وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت ټول تمرکز د داخلي صنعت په پیاوړتیا دی او شپه ورځ هڅه کوو چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای د یادو موادو داخلي پروسس ته زمینه مساعده کړو او د دوامداره پراختیا اصل ته په کتو د هېواد منابع مدیریت کړو.

محترمو حاضرینو!  

د نړیوالې او سیمه ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړیواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د تحریمونو اوږدول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او نړیوال اقتصاد درد نه سي دوا کولی بلکې برعکس دا ډول سیاستونه تهدیدونه زیږوي او د سیمه ییز او نړیوال مشارکت ونډه راکموي.

بناء غوښتنه مو دا ده چې نړۍ د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پیاوړی کړي او د بې ساري امنیتي او سیاسي ثبات او بالقوه ظرفیت څخه ګټه واخلي.

په پای کې په ټینګار سره وایم چې د دې مهمې ملي پروژې د بشپړولو په برخه کې ټول مسؤل اړخونه په پوره پام او د منل سوو اصولو په چوکاټ کې خپل مسؤلیت ترسره کړي او ټول مسوولین او اړوندې ادارې یې چارې اسانه او ګړندۍ کړي.

و السلام علیکم ورحمة الله و برکات