د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا

د افغانستان اسلامي امارت محترمو مسؤلینو، مجاهدینو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرانو، د بهرنیو او کورنیو تولیدي شرکتونو استازو، د دوستو هېوادونو سفیر صاحبانو او دیپلوماتیکو استازو، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو استازو ، تجارانو، پانګه والو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو ته؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

هیله ده ټول به روغ او جوړ یاست.

 

خوښ یم چې د هېواد د اقتصادي ودې او د تولیدي محصولاتو د معرفي او بازار موندنې په موخه د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم عمومي او نړیوال نندارتون کې ګډون کوم.

محترمو حاضرینو؛

دا روښانه ده، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریز مناسبات او اړیکې د تجارت په یو مهم اصل یعنې نسبي او مطلقو امتیازونو ولاړې دي؛ ترڅو د نړۍ هېوادونه د مختلفو تولیدي محصولاتو، صنایعو او تکنالوژۍ په برخه کې خپلې نسبي او مطلقې اړتیاوې له دې لارې په سمه توګه پوره کړي.

په سیمه ییز او نړیوال تجارت کې د نړۍ هېڅ هېواد ته په کمه سترګه نه کتل کېږي، ځکه چې هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې یا نسبي او یا هم مطلق امتیازونه لري، چې دا چاره د سیمه ییز او نړیوال تجارت اساسي اړتیا او لامل ګڼل کېږي.

د امام ابو حنیفه رح پنځم عمومي او نړیوال نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم اقدام ګڼل کېږي.

د خصوصي سکټور مشارکت د اقتصادي ودې لپاره اساسي اهمیت لري او له همدې امله اسلامي امارت هڅه کوي چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه راکم او د خصوصي سکتور لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. نننی نندارتون د سوداګریزو محصولاتو او تولیداتو په برخه کې د افغانستان بالقوه ظرفیتونه په سمه توګه معرفي کولی سي. د افغانستان تولیدي، زراعتي، صنعتي محصولاتو، وچو او تازه میوو لوړ کیفیت ته په کتو دا ډول نندارتونونه کولی سي چې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او زموږ کورنیو محصولاتو ته سیمه ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړي.

 

قدرمنو حاضرینو؛

د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې نیمګړي فصلونه تکمیلوي، بلکې د اقتصادي بنسټونو د رغونې په برخه کې یې په کمو امکاناتو سره داسې نوي فصلونه شروع کړي دي چې د هېواد موجوده او راتلونکي نسلونه به افتخار په کوي.

تاسې خبر یاست چې څو ورځې وړاندې د واخان اقتصادي او سوداګریز دهلیز پرانیستل سو؛ دا دهلیز چین د افغانستان له لارې د اروپا له بازارونو سره تر ټولو په لنډه لار نښلوي او افغانستان د سیمه ییز ټرانزیټ او سوداګري په یو مصروف مرکز بدلوي؛ چې د حق العبور عاید ترڅنګ به په دې مسیر کې په تدریجي ډول سترې او مهمې زیربناوې ورغول سي.

د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت دا ډول هڅې د دې ښکاره ثبوت دی، چې موږ خپل سرحدونه د تهدید پر ځای د ستراتیژیک اقتصادي مشارکت د وصل په نقطو بدلوو او دا زموږ د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري.

 

په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له محترمو مسؤلینو او نورو همکارو اړخونو څخه مننه کوم، چې د نندارتون چارې یې تنظیم کړې دي. هیله لرم چې دا ډول نندارتونونه به د هېواد د اقتصادي ودې او د سوداګریزو مناسباتو او اړیکو په پیاوړتیا کې نوی باب پرانیزي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته