په بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبرې ایښودو پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی
اما بعد!
فاعوذ باالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
و هو الذي أنشأکم من الأرض واستعمرکم فیها
د بلخ ولایت محترم والي، د امارتي ادارو نورو مسوولینو، علماوو، مجاهدینو، د خصوصي سکتور نمایندهګانو، راغلو مېلمنو او د غونډې ټولو ګډونوالو!
السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
نن د خوشالۍ ځای دی چې موږ او تاسې د یوې مهمې اقتصادي پروژې د عملي چارو د پیل په مراسمو کې سره راټول سوي یو، څو د بلخ په تاریخي ولایت کې د لاجورد کمپلیکس د عملي چارو د پیل شاهدان واوسو؛ چې شاوخوا ۱۴۴۸ عصري اپارتمانونه پکې د عصري، خوندي او هوسا ژوند لپاره په نوې طرحه او معیاري بڼه جوړېږي.
دغه پروژه به یوازې د ودانیو او تعمیرونو مجموعه نه وي؛ بلکې د دغه ولایت د اقتصادي ودې، ښاري پرمختګ، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکي نسل د هوسا ژوند یو روښانه سمبول به وي.
اسلامي امارت له پیله د هېواد اقتصادي خپلواکۍ، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب او جذب او زیربنایي پروژو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. نن موږ او تاسې په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کېدو له امله وینو چې هره ورځ سترې اقتصادي پروژې پیل یا هم ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. لاجورد کمپلیکس د همدې مثبت تحول ښکاره مثال دی.
دا کمپلیکس او دې ته ورته نورې پروژې به د بلخ غوندې مهم تاریخي، فرهنګي، تجارتي او صنعتي ولایت اقتصادي ارزښت نور هم لوړ کړي او په شمال زون کې به د اقتصادي تحرک سبب وګرځي.
اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زیربنایي، صنعتي، کرنیزو او ښاري پروژو ملاتړ ته دوام ورکړي. لکه څنګه چې په هېواد کې د قوشتېپې ستره پروژه، صنعتي فابریکې، د لویو لارو جوړولو، د برېښنا د تولید او په نورو مختلفو سکټورونو کې د پروژو عملي چارې روانې دي، تر څنګ یې د ښاري پراختیا په برخه کې هم د ماسټر پلانونو په نهایي کېدو او د تطبیق په برخه کې د عملي چارو پر پیل کار روان دی.
د افغانستان اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي. د مسکوني ودانیو رغول د ښارونو د تعمیر او د هېواد د اساساتو د جوړولو مهم اړخ دی چې ولس ته په معاصرو معیاراتو سمبال سرپناه برابروي.
اوسنۍ نړۍ د پرمختللو ښارونو، عصري زیربناوو او منظم ښاري ژوند پر لور روانه ده. افغانستان هم حق لري چې معیاري ښارونه، عصري استوګنیز کمپلیکسونه او پرمختللې اقتصادي سیمې ولري. زموږ هېوادوال د داسې ژوند مستحق دي چې پکې امنیت، اسانتیا، پاک چاپېریال، تعلیم، روغتیا او ښاري خدمات په معیاري ډول موجود وي.
موږ تل ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي ثبات او رغونه یوازې د حکومت له لارې نه، بلکې د دولت او خصوصي سکتور د مشترک کار له لارې عملي کېدای سي. خصوصي سکتور د هېواد د اقتصاد د ملا د تیر حیثیت لري او اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ خپل اساسي مسوولیت ګڼي.
په همدې اساس یو ځل بیا په ټولو سوداګرو غږ کوم چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، او دلته له شته بشري او طبیعي زېرمو او فرصتونو څخه استفاده وکړي.
زموږ د دې سفر اساسي موخه هم دا ده چې په دغه ولایت کې د پروژو او اقتصادي فعالیتونو د ښه تطبیق، چټکتیا او همغږۍ لپاره لازم ګامونه پورته سي، بندري خدمتونه ۲۴ ساعته سي او ټولې ادارې له ځنډ پرته صادراتي او وارداتي اموالو ته خدمات وړاندې کړي څو د ولسونو اقتصادي وضعیت لا ښه سي، د پانګونې لپاره زمینه لا پراخه سي او د ولایت د دوامداره پرمختګ لپاره عملي اقدامات ترسره سي.
زموږ سره په دې سفر کې د بېلابېلو سکټوري وزارتونو او ادارو محترم مسوولین دي، څو په بلخ ولایت کې د روان اقتصادي تحرک او پرمختیایي فعالیتونو او بندري چارو اړوند شته ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې وګورو او ورته پر وخت رسېدنه وکړو.
په پای کې د لاجورد کمپلیکس ټولو مسوولینو، انجنیرانو، کارکوونکو او پانګوالو ته مبارکي وایم چې د هېواد د آبادۍ لپاره یې دا مهم ګام پورته کړی دی. الله تعالی دې وکړي چې دغه پروژه د خیر، برکت، د دغه ولایت د اقتصادي ودې او د هېوادوالو د هوساینې سبب وګرځي.
له توجه څخه مو مننه
والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته